ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې د لاريون پر مهال ١١ تنه وژل شوي

8 May 2013 - 14:43
8 May 2013 - 14:43

کندهار ښار (پژواک ١٨ غويى ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو اته هغه وسله وال وژلي، چې د لاريون کوونکو له منځ څخه يې پر پوليسو ډزې کړې وې.

د کندهار ولايت وياند جاوېد فيصل د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  چې دا پېښه نن له غرمې مخکې په ميوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې افغان ملي امنيتي ځواکونو د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ولسي خلکو له خوا د پاکستان پر ضد لاريون کې يو ځانمرګى او دېرش نور شکمن کسان نيولي دي.

د فيصل په وينا، د ميوند ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو په ګوشته کې پر افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په غبرګون کې نن لاريوون کړى و، چې په منځ کې يې يو شمېر وسله وال، چې د افغان ځواکونو پر ضد يې شعارونه ورکول،  ورګډ شول او له هماغه ځايه يې د لاريون د نظم لپاره پر ولاړو پوليسو ډزې پيل کړې.

خو هغه زياته کړه، چې په دغو ډزو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړى وايي، وسله والو د افغان ځواکونو تر څنګ پر لاريوون کوونکو او د کندهار-هرات د لويې لارې پر موټر چلوونکو هم ډزې کړې او په پايله کې يې درې موټر چلوونکي وژل شوي دي.

د والي وياند وايي، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې اته وسله وال وژل شوي، ١٠ تنه ټپيان او دېرش نور شکمن کسان نيول شوي، چې ډېرى يې د وسله والو طالبانو د بېلابېلو ډلو غړي دي.

جاوېد فيصل وويل، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه د اوضاع د کنټرول لپاره د خلکو منځ ته ورغلي او د درېيو وسله والو او يوه ځانمرګي د نيولو تر څنګ يې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل هم موندلى دى.

د هغه په وينا، د پاکستان ضد لاريون کوونکو په منځ کې ورګډ شوي وسله وال د افغان ځواکونو پر ضد له دې امله شعارونه ورکول، چې ګواکې  تېره ورځ يې په ده ميوند کلي کې په چاڼيزو عملياتو کې ولسي خلک نيولي دي.

خو فيصل وايي، چې په پرونيو عملياتو کې نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو ځايي قوماندانان دي.

نوموړي وويل، چې وسله والو د کندهار-هرات د لارې څو موټرو ته اور هم ورته کړى او ولسي خلکو ته يې ځاني زيان اړولى دى.

د ولايت مقام وايي، چې په نيول شوو کې ډېر يې د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي نه بلکې داسې معلوميږي چې د کوم ټاکلي هدف لپاره له نورو سيمو او حتى د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې رالېږل شوي وي.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق  هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې دى سيمې ته د تلو په حال کې دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان پر ضد د لاريونونو لړۍ وروسته له هغه پيل شوه، چې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې دروازه او نور تاسيسات جوړ کړل او بيا يې پر افغان ځواکونو بريدونه وکړل، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version