ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پوځيان دې پر افغانستان له تېري لاس واخلي

11 May 2013 - 15:58
11 May 2013 - 15:58

ميمنه –غزني (پژواک ٢١ غويى ٩٢) : د فارياب په سلګونو اوسېدونکو او د غزني پوهنتون محصلينو د پاکستان پر ضد غونډې او لاريونه وکړل او  ژر تر ژره يې د هغه هېواد د پوځي لاسوهنې د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاريون، چې د سياسي ګوندونو د استازو، د مدني ټولنو د بنسټونو،  ښوونکو، محصلانو  او ښځو ګډون په کې درلود، د فارياب په مرکز ميمنه کې ترسره شو او لاريون کوونکو د پاکستان ضد شعارونه ورکول.

د فاریاب د سولې عالي شورا رييس مولوي اسدالله جمالي په خپلو خبرو کې وويل،  چې پاکستاني پوځيانو د افغانستان تاريخ په پټو سترګو لوستى، افغانان يوه يرغلګر هېواد ته هم د دې اجازه نه ورکوي،  چې په خاوره يې تېرى وشي.

هغه زياته کړه،  پاکستاني سرتېري بايد وپوهېږي،  چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه يو تش خوب او خيال دى او له ماتې پرته يې بله ګټه نه ورته کوي.

د فارياب د سولې عالي شورا رييس وويل:  “پاکستان افغانستان ته يو ستر جنجال جوړ کړى، هره ورځ ځانمرګي بريدګر را استوي، د دې کړنې له امله يې په لسګونو بې ګناه وګړي په خاورو او وينو لړلي دي.”

جمالي د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ له خلکو د ملاتړ ترڅنګ وويل، د فارياب خلک ژمنه کوي، چې د محمدقاسم مجاهد غوندې له خپل هېواد څخه د دفاع په لار کې سرښندنې ته چمتو دي.

محمدقاسم مجاهد هغه افغان سرحدي ساتونکى و،  چې د غويي په ١٢مه نېټه د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

په دې نښته کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه د افغان ځواکونو له خوا له منځه يوړل شوه او يو شمېر افغان او پاکستاني سرتېري ټپيان شول.

درې ورځې وروسته، چې کله پاکستاني لوري د ويجاړې شوې دروازې رغونه پيل کړه، نښته يو ځل بيا پيل شوه، او په پايله کې يې د دواړو هېوادونو پنځه سرتېرې ټپيان شول.

له دې بېښې وروسته خلکو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په لاريونونو لاس پورې کړ او د پاکستان لاسوهنې يې په کلکه وغندلې.

په ورته وخته کې حکومت اعلان وکړ،  چې د ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني او افغانستان د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د پاکستان هېڅ ډول نظامي تاسيسات نه پرېږدي.

د فارياب ولايتي شورا غړې مېرمن درتاج، چې په ننني لاريون کې يې ګډون درلود، پژواک ته وويل،  چې د افغانستان د ټولو بدمرغيو اصلي لامل د پاکستان لاسوهنه ده.

هغې زياته کړه: “پاکستان بايد زر تر زره زموږ په هېواد کې لاسوهنه بنده کړي.”

د فارياب مدني ټولنې شبکې غړي غلام جيلاني کوهستاني د دغه لاريون موخه د پاکستان د خلکو نه بلکې د دغه هېواد پر وړاندې د احساساتو څرګندول وبلل، ځکه چې په وينا يې دپاکستان خلک دجهاد په اوږدو کې دافغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ وو .

هغه وويل ، د پاکستان بېلابېل قشرونه غواړي،  چې پر خپل دولت فشار راوړي، څو له تېري او لاسوهنې لاس واخلي.

دوى په پاى کې يو پرېکړه هم صادر کړ، چې دپاکستان دبريدونو زر تر زره بندول ،  دافغانستان له پولو دپاکستان د پوستو لرې کول،  دورته لاسوهنو پر وړاندې روښانه سياست، دهېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه پرېکنده دفاع  او له پاکستان سره دافغانستان دتېرو او وروستيو اړيکو پر کتنه ټينګار شوى دى .

بلخوا نن د غزني ولايت يو شمېر محصلينو هم د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او له افغان ځواکونو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.

د ښوونې او روزنې پوهنځي محصل محمدانور پر افغان امنيتي ځواکونو د پاکستاني لوري بريد  يوه تېروتنه وبلله او ويې ويل،  چې ټول افغانان د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او له خپلې خاورې به په کلکه دفاع وکړي.

هغه پژواک ته وويل، محصلينو پرېکړه کړې، چې که دغه ځل پاکستان کومه وړوکې تېروتنه هم وکړي؛ نو درس به پرېږدي او د پاکستان پر ضد جګړه کې به برخه واخلي.

محصلينو له سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره دې سوداګريزې اړيکې پرې کړي،  څو دغه هېواد کمزورى او فابريکې يې بندې شي.

دوى په خپل دغه لاريون کې،  چې د پوهنتون له انګړه د غزني ښار ته نږدې تر علي اباد ساحې پورې يې دوام وکړ، د محمدقاسم مجاهد روح ته دعا وکړه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version