ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلوڅو د شورا غړي: د هېواد د هرې لوېشتې ساتنې لپاره سرښندنې ته چمتو يو

12 May 2013 - 19:04
12 May 2013 - 19:04

کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٢): د بلوڅانو د سراسري شورا غړو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغان امنيتي ځواکونو د پاکستانيو ځواکونو بريدونه په کلکه غندلي او د هېواد له پولو څخه د دفاع لپاره يې خپل چمتووالی څرګند کړى دى.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي نن (د غويي ٢٢مه) د افغانستان د بلوڅانو د سراسري شورا له غړو سره په ارګ کې وکتل.

په دغې کتنه کې عبدالکريم براهوي، ملنګ خان رسولي، ستومان کوچي او يو شمېر نورو خبرې کړي او ويلي يې دي: “د افغانستان خلکو د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ هغه زبرځواکونه په ګونډو کړي دي، چې د افغانستان د نيولو خوبونه يې ليدلي وو.”

دوی زياته کړې: “د پخوا په څېر، نن هم موږ د خپل هېواد د هرې لوېشتې د ساتنې لپاره سرښندنې ته تيار يو.”

د بلوڅو د شورا غړو ولسمشر کرزي ته په خطاب کې ويلي: “موږ د خپل هېواد ساتنه په خپله په خپلو لاسونو کوو، له حکومت څخه هېڅ نه غواړو. ته يوازې موږ ته امر وکړه او په خپلې لارښوونې سره له هېواد څخه د دفاع په لاره کې يو ځل موږ وازمويه، بيا وګوره چې موږ څه ډول د پاکستان د يرغلګرو ځواکونو پر وړاندې له خپل هېواد څخه ساتنه کوو.”

په خبرپاڼه کې زياته شوې، حامدکرزي له هېواده د دفاع په لاره کې د افغانستان د نورو قومونو ترڅنګ د بلوڅو د قوم له اتلوليو څخه د يادونې په ترڅ کې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د نښتو په غبرګون کې د دغه قوم دريځ وستايه او هغه يې د افغانستان د ټول ملت ملي دريځ وباله.

د ولسمشر په خبره، د بلوڅو قوم هم د دې خاورې څښتن دی، دغه قوم دې خاورې ته تل خدمت کړی دی.

حامدکرزي ملي يووالی د برياليتوب ضامن بللى او يو ځل بيا يې د افغانستان له ټولو خلکو څخه غوښتي، چې په خپلو کې اتحاد او اتفاق وساتي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې همداراز د بلوڅو د قوم د ځينو ستونزو او يو شمېر ملي مسئلو په اړه هم خبرې وشوې.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version