ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دعالمانو سراسري شورا ځانمرګي بریدونه حرام وبلل

23 Nov 2012 - 18:09
23 Nov 2012 - 18:09

کابل ( پژواک ۳ لیندۍ ۹۱ ) د افغانستان د عالمانو سراسري شورا ځانمرګي بریدونه حرام او په افغانستان کې یې د یوه دارالافتا جوړیدل اړین وبلل.

له ارګ څخه د لیندۍ په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د عالمانو سراسري شورا د غه څرګندونې نن ولسمشر حامد کرزي سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې د عالمانو د سراسري شورا رئیس او غړو له ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې یو ځل بیا ځان مرګي بریدونه حرام وبلل او هغه یې په کلکه وغندل.

د خبرپاڼې د معلوماتو  له مخېط د عالمانو د سراسري شورا رئیس او غړو ولسمشر سره د کتنې پر مهال د دغې شورا وروستۍ مصوبه  د مولوي حزب الله لخوا ولوستل شوه.

د عالمانو شورا په دغه مصوبه کې د سعودي عربستان د لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل شیخ لخوا د عرفې په خطبه کې د ځان مرګو بریدونو د حراموالي په اړه  ورکړل شوې فتوا او قرآني آیتونو او احادیثو ته د اشارې په ترڅ کې ویلي دي: (( څنګه چې انساني نفس د انسان خپل ملکیت نه دی او نشي کولای هر ډول ناروا تصرف په کې وکړي، بلکې دا یو ستر الهي امانت دی. د خپل نفس وژل د بل د نفس د وژلو د ګناه څخه زیات او حرام عمل دی، ځکه انتحارکوونکی هم خپل ځان  وژني او هم د خپل ځان د وژلو په واسطه نور انسانان له منځه وړي.))

سرچینه کاږي، همداراز په دې مصوبه کې د یو بل آیت ژباړه راغلې چې په هغې کې ویل شوي دي: خپل ځانونه مه وژنی، بې شکه الله پر تاسو مهربان دی. او څوک چې په ظلم او تیري کولو سره ځان وژونکی عمل ترسره کړي، ډیر ژر به د دوزخ په اورکې وغورځول شي او دا الله ته ډیره آسانه ده.

د عالمانو سراسری شورا پاکستان ته د سولې د عالي شورا د لوړ پوړي پلاوي سفر مثبت ارزولی او د پاکستاني مقاماتو او د سولې د عالي شورا ګډه اعلامیه یوه ښه لاس ته راوړنه بولي.

په ځانګړې توګه د عالمانو شورا د نوموړې اعلامیې اوومه ماده چې په هغې کې د افغانستان او پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو دکنفرانس د جوړیدو په هکله یادونه شوې ده، یو ښه او مناسب قدم بولي او د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د نوموړي کنفرانس د جوړیدو په باب عملي اقدام وکړي، ترڅو د دې مظلوم ملت روانو ستونزو ته د اسلامي شریعت د احکامو په رڼا کې د پای ټکی کیښودل شي.

د عالمانو شورا د صیهونیستي اشغالګر رژیم لخوا پر بې ګناه او مظلوموفلسطیني مسلمانانو باندې وحشیانه حملې په کلکه غندي او له اسلامي امت څخه غوښتنه کوي ترڅو خپل فلسطیني مسلمان وروڼه په دې غمیزه کې یواځې پرې نه ږدي او د متجاوزو یهودیانو په مقابل کې جدي عکس العمل وښیي.

ولسمشر حام دکرزي د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا له مصوبې څخه خپل ملاتړ اعلان او هغه یې د افغانستان د خلکو او مسلمه امت په خیر وبلله.

ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د سولې د عالي شورا د رئیس په مشرۍ د دغې شورا د پلاوي سفر مثبت وباله او زیاته یې کړه، چې د دغه پلاوي  په غوښتنه یو شمېر طالبان چې د پاکستان په بندکې و، هم خوشې شول.

حامدکرزي همدا راز وویل چې له پاکستان سره په دې باندې موافقه شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو یوه ګډه لویه غونډه به جوړیږي.

همداراز جمهور رئیس په هېوادکې د دارالافتا د یومرکز د جوړیدو په باب د کابل ولایت د جوماتونو د ملاامامانو او خطیبانو هغه غوښتنه چې له ده سره یې په کتنه کې مطرح کړې وه، د عالمانو د سراسري شورا غړو ته وړاندې کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې اړه دې خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په افغانستان کې د دارالافتا د یو مرکز جوړیدل، ستره اړتیا وبلله، ټینګار یې وکړ چې دغه مرکز ته دې اجرایوي او تنفذي واک ورکړل شي.
 

ده همدا راز وویل د افغانستان د عالمانو سراسري شورا او هغه یو شمېر نورې ادارې چې وظیفوي تداخل لري د دارالافتا له مرکز سره دې مدغمې شي.

د افغانستان دعالمانو سراسري شورا په داسې حال کې ځانمرګي بریدونه حرام وبلل چې نن سهار په میدانښار کې دیوه ځانمرګي برید له امله درې تنه ووژل او تر سلو زیات عام وګړي ټپیان شول.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version