ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دعلماوو شورا په هیواد کې د بهرنیو زندانونو د بندولو غوښتنه وکړه

2 Mar 2012 - 18:52
2 Mar 2012 - 18:52

کابل ( پژواک ۱۲ کب ۹۰) دافغانستان د عالمانو سراسري شورا په هیواد کې د بهرنیو زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه وکړه.

له ارګ څخه د کب په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دعالمانو سراسري شورا دغه غوښتنه نن په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پر مهال وکړه.

 

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دعلماوو شورا ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د بګرام په نظامي مرکز کې قرانکریم او نورو دیني کتابونو ته د سپکاوي د شنیع عمل د کلکې غندنې په ترڅ کې وویل چې د عالمانو سرتاسري شورا دغه پېښه ددې زندان د غیرقانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوی وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، ددې شورا اعلامیه د مولوي محمد سعید له خوا ولوستل شوه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې شورا په بګرام اډه کې د امریکایي ځواکونو لخوا (قران کریم) او نورو دیني کتابونو ته د سپکاوي جنایت، نه بښونکی، وحشیانه او انساني ضد عمل په کلکه غندي او ټینګار کوي چې دغه شیطاني عمل هېڅکله په معذرت غوښتلو نه بښل کیږي.

دعالمانو شورا غوښتنه کړې چې د نوموړي جنایت عاملین دې ژر تر ژره علني محاکمه او مجازات شي او امریکا او ناټو دې هم تضمین ورکړي چې په راتلونکي کې څوک د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي جرأت ونشي کولای.

په پریکړه لیک کې راغلي چې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ د جهادي رهبرانو او نورو ملي شخصیتونو په فوق العاده غونډه کې وروستی نیول شوی تصمیم، تائیدوي.

 دعالمانو شورا او د افغانستان د اسلامي دولت مسؤولینو په وار وار د هغو زندانونو د وضعیت په اړه چې د بهرنیانو له خوا اداره کیږي، اندېښنه ښوولې او اړوندو افغان مسؤولینو ته ددغو زندانونو د مسؤولیتونو د لېږد او د شپې لخوا د عملیاتو د بندولو، تلاشیو او د خپل سرو افغانانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده، خو بهرنیانو د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د عالمانو سرتاسري شورا په بګرام زندان کې قرانکریم او نورو دیني کتابونو ته سپکاوی د همدې غیر قانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوی وشي.

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د عالمانو د سراسري د پرېکړه لیک له اورېدو وروسته، هغه یو جامع پرېکړه لیک وباله او د افغانستان د عالمانو د مدیریت، پوهې او دین ساتنې له امله یې مننه وکړه.

هغه زیاته کړه چې په تېرو لسو کلونو کې یې په وار وار له بهرنیانو څخه غوښتي چې د افغانستان د مسلمانو خلکو دیني معتقداتو، اسلام پالنې او رسم و رواجونو ته احترام وکړي.

ولسمشر وویل : (( د بګرام پېښه د افغانستان د خلکو د برحقه احساساتو د راپارېدو لامل شوه او موږ د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او بګرام نظامي مرکز ته د لېږل شوي پلاوي غوښتنې امریکايي چارواکو ته ورسولې.))

وروسته د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په هېواد کې د وروستیو پېښو د یادونې په ترڅ کې وویل چې د افغانستان دودیزې لویې جرګې ۷۶ماده اییز پرېکړه لیک صادر کړ او په هغه کې په وضاحت سره راغلي چې بهرنیان باید په بشپړه توګه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او دا په دې معنی ده چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې عملیات ودرول شي او هغوی په افغانستان کې د زندان درلودلو حق نه لري.

دیادونې وړ ده چې تیره اونۍ د بګرام په زندان کې دامریکایي سرتیرو لخوادقران کریم د سوځولو له پيښې وروسته د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له تاوتریخوالي ډکو لاریونو کې شاوخوا ۳۰۰ هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version