ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وشوه

د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وشوه

author avatar
13 Jan 2012 - 18:12
د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وشوه
author avatar
13 Jan 2012 - 18:12

کابل (پژواک ۲۳ مرغومی ۹۰ ) په افغانستان کې د ښخو د حقوقو فعالانو له ولسمشر حامد کرزي او علماوو شورا وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د ښځو فعالانو دغه غوښتنه نن د مرغومي په ۲۳مه، په ارګ کې ولسمشر حامد کرزي او دعلماوو شورا له مشر او نورو غړیو سره دلیدنې پر مهال وکړه.

په دې لیدنه کې چې نن د مرغومي په ۲۳مه، په ارګ کې ترسره شوه،  د ملي شورا ښځینه غړیو، د مدني ټولنو ښځینه غړیو، د قضا، بشري حقوقو او نورو دولتي او نا دولتي ادارو ښځینه استازو برخه اخیستې وه.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او د ښځو دحقوقو یوه فعاله میرمن شینکی کړوخېل چې په دې لیدنه کې یې شتون درلود، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې  د ښخو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، په بدخشان کې د یوې ښځې سر مات کړی شو، په فراه کې د ۱۵ کلنې نجلې غاړه پرې شوې، پلار پر خپل لور جنسي تیری کړی، د بغلان دسور ګل ستونزه، په بدو کې ورکول، په زوره د ډیرو عمر لرونکو ته د نجونو ورکولو پيښې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه درې ورځې مخکې د ښځو یو پلاوي ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي وو او هغه سره یې دا ستونزه شریکه کړې وه.

د نوموړي په په دولتي کچه تل ښځو ته د حقوقو د ورکولو او  د ستونزو د هواورو ژمنې شوې دي، خو په عمل کې بیا دغه ژمنې نه دي پلې شوي.

شینکۍ وایي چې که په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه زیاته وي، نو دوی کولی شي د خپلو حقوقو او شته ستونزو د هوارولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو وکیلې وویل چې په تیره لیدنه کې ولسمشر حامد کرزي ددوی غوښتنې او ستونزې واوریدل او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به د علماوو له شورا سره مشوره وکړي.

د هغې په وینا، نن په ارګ کې د علماوو شورا، د ښځو داستازو او ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګډه جوړه شوه او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ستونزو ته د هواري په لارو چارو خبرې وشوې.

شینکۍ وایي چې ولسمشر په دې غونډه کې د هیواد په روانو سیاسي حالات ، طالبانو سره د خبرو اترو او دقطر په دفتر رڼا واچوله اوبیا یې د ښځو  د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر حامدکرزي له علماوو وغوښتل چې په دې برخه کې د جوماتو او ویناوو له لارې د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړي، څو خلکو ته د ښځو د حقوقو په اړه معلومات ورکړل شي.

هغه په دې وروستیو کې د هیواد په بېلاو سیمو کې د ښخو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي باندې خپګان څرګند کړ.

شینکۍ کړوخيل چې په دې غونډه کې يې د ښځو په استازیتوب خبرې کولې، وویل چې ښځو د هیواد د نفوس نیمایي برخه تشکیلوی ، ستونزې یې ډیرې دي، خو هواري ته یې پاملرنه نه کیږي.

نوموړې زیاته کړه : (( ستونزې مو زیاتې  دی، خو واک مو کم دی، په یواځې ځان نه شو کولی چې خپلې ستونزې هوارې کړو، د علماوو شورا باید موږ سره په دې برخه کې ډیره مرسته وکړي.))

هغې وویل چې خلک عالمانو ته ډیر احترام لري، او عالمان کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.

شینکۍ وایی : (( دعلماوو او ښځو ټولنو ترمنځ باید همغږي وي، یو له بل سره اړیکې ولري او د یو بل دستونزو د هوارولو لپاره همکاري وکړي.))

د علماوو دشورا مشر مولانا قیام الدین کشاف د ښځو پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي غندنه وکړه او په دې یې د خواشینۍ څرګندونه وکړه.

هغه د قران او حدیث په رڼا کې د ښځو په حقوقو رڼا واچوله او هغه خلک یې وحشیان وبللل چې پر ښځو ناروا ظلمونه کوي.

نوموړي د ښځو استازو ته ډاډ ورکړ، چې ددوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې به هر ډول مرستې کوی، دغه راز د علماوو شورا وړاندیز وکړ، چې د حج او اوقافو وزارت هم باید په دې برخه کې رول ولوبوي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې راتلونکې میاشت کې به د علماوو شورا او ښځو ټولنو ترمنځ په ګډه یوه کمیټه جوړیږی، څو د ستونزو د هواري لپاره لارې چارې پیدا کړي.

په دې غونډه کې د نورو ښځو ترڅنګ پلوشه حسن، ثریا دلیل، مینه شیرزۍ، ثریا صبحرنګ، اصیله وردګ، ماریه اکرمي، حسن بانو غضنفر، فوزیه حبیبي، وږمه فروغ، ملالۍ شینوارۍ، رحیمه رضایي، قدسیه نیازي، عادله محسني او ګلالۍ نور هم برخه اخیستې وه.

جاوېد همیم کاکړ

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.