ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عالمانو شورا امنیتي سند په اړه له جوړیدونکي جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ

25 Oct 2013 - 21:07
25 Oct 2013 - 21:07

کابل ( پژواک ۳ لړم ۹۲ ) : دافغانستان د عالمانو شورا امریکا سره دامنیتي سند په اړه له جوړیدونکي مشورتي لویې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ.

له ارګ څخه دلړم په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د عالمانو شورا دغه اعلان نن ولسمشر حامد کرزي سره دلیدنې پر مهال وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د عالمانو شورا، په کابل کې له امریکې سره د امنیتي سند په اړه  له جوړیدونکې لویې جرګې څخه خپل د ملاتړد اعلانولو ترڅنګ ویلي چې، په اسلام کې  شورا یو اصل ګڼي او په دې باندې ټینګار کوي چې د جرګو جوړول بې ګټې نه دي.

د عالمانو شورا تمه څرګنده کړې چې له دغې جرګې څخه هغه څه را و وځي چې د اسلام او د مسلمان ملت په خیر او ښیګڼه تمام شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مصوبه د دغې شورا د غړي مولوي شهزاده شاهد لخوا ولوستل شوه چې په ځینو برخوکې یې راغلي دي.

د عالمانو شورا، د لوی اختر په ورځ د لوګر ولایت د مرکز د لوی جومات پر لمونځ کوونکو هغه برید چې په ترڅ کې یې د لوګر والي ارسلاجمال ووژل شو، و یو شمېر نورو مسلمانانو  ټپي شول، او په دغه برید سره د قرآنکریم سپکاوی او بې حرمتي هم وشوه، غیر اسلامي او غیر انساني عمل وګاڼه.

د عالمانو شورا، په جوماتونو، هدیرو، جنازو، جرګو او د عامو خلکو د راټولیدو پر مرکزونو باندې برید د اسلام د مقدس دین د ارشاداتو له مخې ناروا او حرام عمل او موخه یې د اسلام بدنامول بولي.

د علماوو شورا، د مخالفینو او د جګړې د ټولو خواوو هغه اعمال چې د بې ګناه مسلمانانو د وژل کېدلو او ټپي کېدلو سبب کیږي، په کلکه محکوموي.

د هېواد د علماوو شورا، یو ځل بیا ير وسله والو مخالفینو غږ کړی چې له جګړې لاس واخلي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د اسلامي دولت او د سولې له عالي شورا سره خبرو اترو ته کیني.

سرچینه کاږي، د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له خپل مسلمان او مجاهد ولس څخه غواړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هغه چاته رایه ورکړي چې مسلمان، متقي، پر هېواد مین، د ملت خواخوږی، پر خپلو ژمنو وفا کوونکی، عادل، د مظلومانو ملګری، د دیني او سیاسي بصیرت لرونکی، ښه اداره کوونکی او د اهلیت او لیاقت خاوند وي .

د عالمانو شورا له خلکو غوښتي چې هغه چاته له رایې ورکولو څخه ډډه وکړي چې ظالم، غاصب، قاتل، خاین او د غیر اسلامي سابقې لرونکی وي.

شورا، پخپله مصوبه کې د ولایتي شورا ګانو د استازو د ټاکلو لپاره هم پر همدغو مواصفاتو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي ، ولسمشر حامدکرزي د علماوو د سراسري شورا له مصوبې څخه خوښي څرګنده کړه،  او ویې چې ستاسو په دغه مصوبه کې د افغانستان د ملت لپاره د خیر، سولې او ولسواکۍ مهم پیغامونه نغښتي دي.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version