ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور ترکي انجنيران خوشې شول

12 May 2013 - 19:55
12 May 2013 - 19:55

کابل (پژواک،٢٢غويى٩٢): د لوګر چارواکي وايي، چې د تښتول شويو ترکانو له ډلې څلور تنه يې نن خوشې شوې دي.

تېره مياشت د يوې افغانۍ کمپني له خوا په قرارداد اخيستل شوې چورلکې د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې د هوا د خرابوالي له امله بېړنۍ ناسته وکړه، چې په ترڅ کې يې وسله والو طالبانو د دې چورلکې عمله، چې اته ترکي انجنيران، يو روسى، يو قرغز او يو افغان وګړى په کې و، وتښتوله.

د راپورونو له مخې، دغه کسان لومړى د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ او بيا د ډيورنډ له کرښې اخوا اړول شوي وو.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو اتو ترکي انجنيرانو څخه څلور تنه يې نن (د غويي ٢٢مه) د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په چتواک سيمه کې خوشې شوې دي.

ده زياته کړه، ياد کسان په سيمه کې د قومي مشرانو په هڅو خوشې شوي او ترکي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د هغه په خبره، پاتې نور کسان به هم ډېر ژر خوشې شي.

له بلې خوا د ترکيې هېواد هم اعلان کړى، چې د افغانستان په لوګر ولايت کې د تښتول شويو اتو ترکي انجنيرانو له ډلې څلور تنه يې خوشې شوي دي.

ترکي رسنيو د غويي په ٢٢مه، د دې هېواد د لومړي وزير طيب اردغان په حواله خبر ورکړى، چې دغه څلور انجنيران نن په افغانستان کې د ترکيې استخباراتي ادارې ته سپارل شوي دي، خو په دې اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د دې خوشې شويو ترکانو په اړه څه نه دي ويلي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version