ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تښتول شوي پاکستاني انجنيران خوشې شول

5 Dec 2011 - 13:12
5 Dec 2011 - 13:12

پل علم (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): اوه پاکستاني انجنيران او کارګران، تر څلوور ورځو وروسته بېرته خوشي شول.

په دغو کسانو کې څلور انجنيران او درې کارګران شامل وو، چې د نايب امين الله خان لوګري د روغتون د ودانۍ جوړولو په چارو بوخت وو او څلور ورځې وړاندې له پل علم ښاره تښتول شوي وو.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني نن د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تښتول شوي کسان تېره شپه ناوخته د پل علم ښار د ټيټې اونۍ په سيمه کې خوشي شول.

د ده په وينا، دغه کسان د وسله والو له خوا تښتول شوي وو او تر اوسه يې د راخوشي کېدو په اړه له کوم ډول معاملې معلومات نشته.

روغ لېوني وويل، چې دغه کسان تر خوشي کېدو وروسته کابل ته تللي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدجان عابد پژواک ته وويل، چې وسله والو دغه پاکستاني انجنيران او کارګران د پل علم ښار د بابوس حوزې په سيمه کې پټ کړي وو.

هغه د تښتونکو د پېژندنې او د دغو د خوشې کېدو د دليل په اړه د څېړنو خبر ورکړ.

ډاکترمحمدظریف نايب خېل له پژواک سره په خبرو کې د دغو کسانو د خوشي کېدو پخلى وکړ، خو ډېر معلومات يې وړاندې نه کړل.

ويل کېږي، چې د نايب امين الله خان لوګري د ٣٠٠ بستريز روغتون د ودانۍ د بيا رغونې چارې درې کلونه مخکې د پاکستان په مالي مرسته د يوه پاکستاني شرکت له خوا پيل شوې او انجنيران او کارګران يې هم پاکستانيان وو.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version