ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو څلور نور ترکي انجنيران هم خوشې کړل

14 May 2013 - 19:11
14 May 2013 - 19:11

کابل (پژواک ٢٣ غويى٩٢): طالبان وايي ،چې له دوى سره په بند کې پاتې څلور نور ترکي انجنيران يې هم نن له غرمې وروسته خوشې کړي دي .

تېره مياشت د يوې افغاني کمپنۍ قراردادي چورلکې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې  بېړنۍ ناسته وکړه.

وسلوالو طالبانو د دې چورلکې عمله، چې اته ترکي انجنيران، يو روسى، يو قرغزى او يو افغان وګړى په کې شامل وو، ونيول.

پرون د ترکيې لومړي وزير  طيب اردغان اعلان وکړ، چې له دغو انجنيرانو څخه څلور يې بېرته خوشې شوي او په افغانستان کې د دوى استخبارتي ادارې ته سپارل شوي دي.

د طالبانو لخوا  په خپره شوې اعلاميه کې راغلي  چې پاتې څلور ترکي انجنيران يې  نن خوشي کړي دي .

طالبانو ويلي، چې دغه انجنيران يې د ښه نيت ،اسلامي او بشري همدردۍ او د ترکيې د مسلمان  ولس د قدردانۍ په وجه خوشي کړي دي.

طالبانو د ترکېې له مسلمان ولس او حکومت څخه هيله کړې ،چې د هغوى دغه اقدام ” د  دواړو ولسونو  ترمنځ د نيږدېوالي  او د مسلمانو وروڼو غوندې  د اړيکو په درلودلو کې يو موثرګام وبولي .”

په خبرپاڼه کې دانه دې ويل شوي چې طالبانو ياد شوی انجنيران  چېرته خوشي کړې دي.

  پرون د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته ويلي وو، چې له يادو اتو ترکي انجنيرانو څخه څلور يې د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په چتواک سيمه کې خوشې شوي دي.

ده ويلي، و چې  ياد کسان په سيمه کې د قومي مشرانو په هڅو خوشې شوي او ترکي چارواکو ته سپارل شوي دي.

وسلوالو طالبانو له دوى سره په بند کې د پاتې  يو روسي،يو قرغيزي او يو افغان  په اړه څه نه دي ويلي  .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version