غزني (پژواک ۲۸ غويى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ګيلان او مقر ولسواليو کې په ځينو امنيتي پېښو کې يوولس وسله وال وژل شوي دي.
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا و ياند نظيف الله سلطاني د غويي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ګيلان په رسنه کلي کې څلور وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د ده په وينا، ماين خښوونکو غوښتل ، چې د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ماين خښ کړي، چې پرې چاودېدلى او څلور تنه په کې وژل شوي دي.
بلخوا د مقر ولسوالۍ اړوند په جمجه سيمه کې د اردو پر ګزمه د بريد په پايله کې درې وسله وال وژل شوي او مړي يې د نښتې په سيمه کې پاتې دي.
د سلطاني په خبره، له وسله والو سره جګړه نيم ساعت اوږده شوه، خو د اردو ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته په کې کوم زيان نه دى رسېدلى.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ د قره باغ د ليليزو په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې څلور وسله وال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې د ليليزو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو لپاره نوې پوسته جوړوله، چې له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول.
د ده په خبره، په ياده نښته کې، چې يو ساعت يې دوام درلود، د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن