ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“مخالفين بايد د استوګنې سيمو کې بريدونه ونکړي”

19 May 2013 - 16:50
19 May 2013 - 16:50

کابل (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د مدني ټولنو فدراسيون په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو غواړي، چې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره دې د ورځې له مخې په ښاري سيمو کې تګ راتګ نه کوي.

د افغانستان د مدني ټولنو فدراسيون د دولت پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې په هغو سيمو کې له بريدونو او چاودنو ډډه وکړي، چې ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

دغه راز دغه فدراسيون په چاودنو، ځانمرګو بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو اندېښنه څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبې د کابل په شاه شهيد سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر موټرو په ځانمرګي بريد کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې د شپږو بهرنيانو ترڅنګ، د درېيو ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي ووژل شول او ٤٢ تنه ټپيان شول.

 د دغه بريد مسووليت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي پر غاړه اخيستى دى.

دغه راز د غويي په ٢٧مه د کندهار په عينو مېنه کې دوو چاودنو ٦ ملکيان ووژل او ٥٦ نور يې ټپيان کړل.

که څه هم د دولت هېڅ يوې مخالفې ډلې د دغو چاودنو مسووليت نه دى منلى، خو افغان دولتي چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې ده.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو وژل کېدل د حکومت او عامو خلکو تر منځ واټن ډېر کړی او ان ځيني وخت د ولسمشر کرزي او د هغه د اروپايي ملګرو ترمنځ يې هم ترينګلتيا رامنځته کړې ده.

له همدې امله په دې وروستيو کې حامد کرزي امنيتي ځواکونو ته امر کړى، چې د خلکو د استوګنې په سيمو کې له وسله والو سره د نښتې پر مهال له ناټو ځواکونو څخه د هوايي مرستې غوښتنه ونه کړي.

کرزي وروسته له هغه دا خبره وکړه، چې په کونړ کې د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د پنځو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي افغانان ووژل شول.

د مدني ټولنو د فدراسيون مشر صديق منصور انصاري نن په کابل کې په خبري ناسته کې له دولت، وسله والو مخالفينو او بهرنيو ځواکونو وغوښتل، چې د ملکيانو ژوند ته پام وکړي.

ده زياته کړه: “کله چې بهرنيان په ګڼ مېشتو سيمو کې ګرځي، که پر دوى حمله کېږي ترڅنګ يې زموږ لسګونه بې ګناه افغانان شهيدانېږي، ټپي کېږي. د دې د مخنيوي لپاره موږ دا لازمه ګڼو چې نړيوال قوتونه بايد د اخلاقي معيارونو پر اساس، انسانيت او بشر ته د درناوي په اساس او هغه مسايل چې دوى ورته ژمن دي د نړيوالو قوانينو پر اساس، د ورځې په جريان کې په ګڼ مېشتو او ولسي سيمو کې له حرکاتو ډډه وکړي.”

انصاري وايي، دولت ته هم په کار ده، چې پر بهرنيو ځواکونو فشار راولي ترڅو د ورځې له خوا په ښاري سيمو کې خپل تګ راتګ بند کړي.

هغه د دولت پر وسله والو مخالفينو هم غږ وکړ، چې په ولسي سيمو کې بريدونه ونه کړي.

د مدني ټولنې د فدراسيون له خوا په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې غوښتنه شوې، چې د افغانستان د قوانينو له مخې دې ټول هغه کورني او بهرني جنګي مجرمين محاکمه شي چې بې ګناه افغانان وژني او کلي او کورونه يې ور ورانوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوى پلاوي د دفتر (يوناما) د معلوماتو له مخې، په تېر ميلادي کال کې د وسله والو مخالفينو، بهرنيو ځواکونو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ٢٧٥٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٤٨٠٥ تنه نور ټپيان شوي دي.

د مدني ټولنو فدراسيون په خبرپاڼه کې د ايران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغانانو وژل هم غندل شوي او له دولت څخه يې غوښتي چې په دې تړاو کلک غبرګون وښيي.

يوه اونۍ وړاندې شاوخوا ٣٥٠ افغانان د قانوني اسنادو له لرلو پرته د مزدورۍ لپاره ايران ته روان وو، چې له فراه ولايت سره په پوله د دغه هېواد په سرحدي سيمه کې ايراني پوځيانو پرې ډزې وکړې.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version