کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې يې پنځه سرتېري وژل شوي دي.
په کابل کې د ياد وزارت له خوا د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، چې دغه شمېر سرتېري يې د هلمند په موسى کلا، ګرشک او سنګين ولسواليو کې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي.
دغه راز د ملي دفاع وزارت خبر ورکړى، چې درې سرتېري يې په زابل کې د ماين چاودنو ټپيان کړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن