کابل (پژواک٢ چنګاښ ٩٢): مشرانو جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت، دندو او واکونو قانون مصوبه تر يو لړ بدلونونو وروسته تصويب کړه.
د دې قانون طرحه شاوخوا دوه مياشتې وړاندې ولسي او مشرانو جرګو تصويب او تاييد کړه، خو ولسمشر توشېح نه کړه او د غويي په نهمه يې له اتو وړانديزونو سره يو ځاى بېرته ولسي جرګې ته واستوله.
ولسي جرګې په دې طرحه کې د ولسمشر دوه غوښتنې تاييد کړې او طرحه يې تر ځينو تعديلونو وروسته مشرانو جرګې ته واستوله.
د ولسي جرګې په مصوبه کې د ولسمشر هغه غوښتنه منل شوې، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد د ټاکنو په خپلواک کمېسيون پورې اړوند وي.
خو مشرانو جرګې د ټاکنيزو شکايتونو د څېړلو لپاره خپلواک کمېسيون ته رايه ورکړه او د دې کمېسيون پرېکړه يې هم نهايي وبلله.
دوى د ولسي جرګې په مصوبه کې دا هم ور زيات کړل، چې د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا مشر د کمېسيون د غړو په وړانديز د ولسمشر له خوا وټاکل شي.
د مشرانو جرګې غړو پر دې سلا وکړه، چې ولسمشر ته د ټاکنو کمېسيون د غړو د ورپېژندلو کمېټې ته بايد د ټاکنو له لارې مشر غوره شي او کوم کسان چې د ټاکنو کمېسيون د غړي په توګه وړانديز کېږي، بايد يواځې د افغانستان تابعيت ولري.
د دغه قانون د هرې مادې پر سر تر بحث او پرېکړې وروسته، د مشرانو جرګې مشر په ټوليز ډول د دې قانون د تصويب لپاره د سناتورانو نظر وپوښت، چې د رايو په اکثريت تصويب شو.
دا قانون چې ٥ فصله او ٣٥ مادې لري، تر دې وړاندې دوه ځله د ولسي جرګې له خوا تصويب شوى دى.
لومړى ځل تېر کال د تلې په مياشت کې او دويم ځل دوه اونۍ وړاندې تصويب شو، خو ولسمشر کرزي د قانون له توشېح ډډه کړې او د تعديل لپاره يې ملي شورا ته بېرته استولى دى.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې دا قانون به بيا هم د ولسمشر له خوا توشېح شي، که به بيا هم ملي شورا ته واستول شي.
د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، که چېرې د قانون يوه طرحه چې د ملي شورا له خوا تصويب شوې وي، خو ولسمشر يې توشېح نه کړي، د اختلاف د له منځه وړلو لپاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ پلاوى ټاکل کېږي او د پلاوي پرېکړه د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل کيږي.
د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، که ګډ پلاوى ونه شي کړى، چې د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى ګڼل کيږي؛ په دې حالت کې ولسي جرګه کولاى شي، د خپلو ټولوغړو له درېيو څخه د دوو برخو د رايو په اکثريت يې تصويب کړي.
د دې مادې له مخې، د ولسي جرګې دغه پرېکړه پرته له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ده.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن