کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩١): مشرانو جرګې د ټاکنيزو کمېسيونونو د دندو او واکونو د قانون په طرحه کې د هغه کمېسيون شتون رد کړ، چې ولسمشر ته بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو کمېشنران معرفي کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د جوړښت ، دندو او واکونو د قانون طرحه ولسي جرګې د تېرې مياشتې په لومړيو کې تصويب کړه.
د ولسي جرګې د دې مصوبې له مخې، د ټاکنو اړوند د دوو کمېسيونونو غړي د يوه ځانګړي کميسيون په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ ټاکل کېږي.
د تصويب شوې طرحې له مخې، د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د سترې محکمې يو غړى، پر اساسي قانون د څار د کمېسيون يو غړى او د مدني ټولنو يو استازى به د ياد ځانګړي کميسيون غړي وي.
دغه راز په دې طرحه کې راغلي، چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو ترڅنګ هغه بنسټونه هم کولاى شي د ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره کمېشنران ځانګړي کمېسيون ته معرفي کړي، چې د ټاکنو په برخه کې کار کوي.
په دې طرحه کې راغلي، چې ځانګړى کمېسيون به د يادو بنسټونو له خوا په معرفي شوو کسانو کې د زده کړې، پخوانيو کړنو، کاري تجربو، ملي مشارکت او جنسيت ته په پام سره ١٤تنه ولسمشر ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کانديد کمېشنرانو په توګه معرفي کوي.
دغه راز د ولسي جرګې له مصوبې سره سم به، ولسمشر له يادو ١٤ کسانو څخه ٩ تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه ټاکي.
تر دې دمه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٧ کمېشنران لري، خو د تصويب شوې طرحې له مخې دغه شمېره نهو تنو ته لوړه شوې ده.
د مشرانو جرګې د تقنين کمېسيون د ولسي جرګې دغه مصوبه نن د تاييد په موخه د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.
د ياد کمېسيون رييس حافظ عبدالقيوم وويل، چې دغه کمېسيون د طرحې له يادو موادو سره موافق دى.
خو په مشرانو جرګه کې د هرات استازې طيبې زاهدي وويل، چې د ځانګړي کمېسيون جوړېدل د ولسمشر په واکونو کې مداخله ده او بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو کمېشنران ولسمشر وټاکي.
د دې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
تر دې دمه په دې برخه کې قانون نه شته او مخکې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون غړي او مشران د ولسمشر د فرمان له مخې پر دنده ګومارل کېدل.
د مشرانو جرګې د غونډې په پاى کې، د ولسي جرګې په مصوبه کې د “ځانګړي کمېسيون” شتون ته د مشرانو جرګې له حاضرو ٥٢ غړو څخه ٢٥تنو د رد او ١٩ تنو د تاييد رايې ورکړې.
د جرګې پاتې نورو حاضرو غړو نه د رد رايه ورکړه او نه هم د تاييد.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون د جوړښت ، دندو او واکونو د قانون پر طرحې د مشرانو جرګې غړو ډېر بحث وکړ، خو په ټوله ورځ کې يواځې په دې توانېدل، چې د دې ٣٦ ماده ييزې طرحې ١٤مادې تصويب کړي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار وويل، چې د ياد قانون پر طرحې د بحث لپاره به سبا ته فوق العاده غونډه جوړه شي.
د يادونې ده، چې د ولسي جرګې له خوا د ياد قانون د تصويب شوې طرحې له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د دوو بهرنيانو شتون يوه لانجمنه موضوع ده چې سبا به پرې بحث وشي.
د ولسي جرګې د مصوبې له مخې، د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د خپلواک کمېسيون لپاره ٨ تنه د ځانګړي کميسيون له خوا ولسمشر ته معرفي کېږي او ولسمشر له دې ډلې ٥ تنه د دغه کمېسيون دغړو په توګه پر دنده ګوماري.
دغه راز د دې مصوبې له مخې، ملګري ملتونه کولاى شي، دوه تنه نور د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون د موقتي غړو په توګه دغه کمېسيون ته معرفي کړي.
خو د مشرانو جرګې ځينو غړو مخکې د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د بهرنيانو له شتون سره مخالفت څرګند کړى دى.
همدارنګه ولسمشر ويلي، چې خپلواک او د اساسي قانون او ملي حاکميت لرونکى افغانستان، د ټاکنو په پروسه کې د بهرنيانو شتون ته اړتيا نه لري.
د اساسي قانون په سلمه ماده کې راغلي، چې كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړو لپاره د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ هيئت ټاكل كېږي.
په دې ماده کې زياته شوې، چې د هيئت پرېكړه د ولسمشر تر توشيح وروسته نافذه ګڼل كېږي او كه ګډ هيئت ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى شمېرل كېږي.
دغه راز د دې مادې له مخې، كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي او دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذ ګڼل كېږي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن