ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو ټاکنيزو کمېسيونونو د قانون طرحه تصويب شوه

24 Sep 2012 - 15:51
24 Sep 2012 - 15:51

کابل (پژواک ٣ تله٩١):ولسي جرګې د هغه قانون طرحه تصويب کړه، چې له مخې يې د ټاکنو اړوند د دوو کمېسيونونو غړي د يوه ځانګړي کمېسيون پر وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ ټاکل کېږي.
تر دې دمه په دې برخه کې قانون نه و او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون غړي او مشران د ولسمشر د فرمان له مخې پر دندو ګومارل کېدل.
دغه راز د دغو کمېسيونونو دندې او واکونه هم د ولسمشر د فرمان له مخې تنظيمېدل.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د جوړښت، دندو او واکونو د قانون طرحه، نن د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسيون له خوا د دې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شوه.
د ياد کمېسيون غړي قربانعلي عرفاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو غړي د يو ځانګړي کمېسيون له خوا غوره او ولسمشر ته وړانديز کېږي.
د ده په وينا، د تصويب شوې طرحې له مخې، د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د سترې محکمې يو غړى، پر اساسي قانون د څار د کمېسيون يو غړى او د مدني ټولنو يو استازى به د ياد ځانګړي کمېسيون غړي وي.
دغه راز د عدلي او قضايي کمېسيون مرستيال محمد عبده وايي، چې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونو ترڅنګ هغه بنسټونه هم کولاى شي، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره کمېشنران ځانګړي کمېسيون ته معرفي کړي، چې د ټاکنو په برخه کې کار کوي.
د ده په وينا، ځانګړى کمېسيون به د يادو بنسټونو له خوا په معرفي شوو کسانو کې د زده کړې، پخوانيو کړنو، کاري تجربو، ملي مشارکت او جنسيت ته په پام سره ١٤تنه ولسمشر ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کانديد کمېشنرانو په توګه معرفي کوي.
عبده وايي، چې ولسمشر بيا له يادو ١٤ کسانو ٩ تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د کمېشنرانو په توګه معرفي کوي.
هغه زياته کړه، چې تر دې دمه د ټاکنو خپلواک کمېسيون ٧ کمېشنران لري، خو د تصويب شوې طرحې له مخې دغه شمېره نهو تنو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د تصويب شوې طرحې له مخې به ياد نهه تنه بيا د رييس، مرستيالانو او منشي لپاره په خپل منځ کې ټاکنې کوي.
دغه راز عبده وايي، چې د ټاکنيزو شکاياتو د اورېدو د خپلواک کمېسيون لپاره ٨ تنه د ځانګړي کمېسيون له خوا ولسمشر ته معرفي کېږي او ولسمشر له دې ډلې ٥ تنه د دغه کمېسيون دغړو په توګه پر دندو ګوماري.
هغه زياته کړه، چې ياد پنځه تنه به هم په خپل منځ کې د مشر او مرستيال د ټاکلو لپاره ټاکنې کوي.
عبده وايي، چې د تصويب شوې طرحې له مخې، ملګري ملتونه چې په افغانستان کې د ټاکنو په برخه کې مرستې کوي، هم کولاى شي چې پرته له يادو پنځو تنو، دوه تنه د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون د موقتي غړو په توګه دغه کميسيون ته معرفي کړي.
د عبده په وينا، د شکايتونو د اورېدو کمېسيون به په مرکز کې فعاليت کوي، خو د ټاکنو د ترسره کېدو په مهال کولاى شي چې په ولايتونو کې هم دفترونه پرانيزي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ټاکنو د بهير له پيل څخه يوه مياشت مخکې کار پيل کاوه او د ټاکنو د پايلو له اعلان يوه مياشت وروسته يې دنده پاى ته رسېده.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version