کابل ( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢ ) د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ سياليو په نيمه پاى لوبه کې د سپين غر پړانګانو د بست ساتونکو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
د( اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې دغه سيالۍ د غبرګولي په ٣١مه، د کابل په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې، چې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې د ختيځ زون دسپين غر پړانګان ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سوېيل زون د بست ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو پکې برخه اخيستې ده.
تر ګروپي سياليو وروسته د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان د کمو نومرو له امله له دې سياليو ووتل او څلورو نورو يې نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.
پرون تر غرمې وروسته لومړۍ نيمه پاى لوبه د سپين غر پړانګانو او د بست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه، چې د سپين غر پړانګانو په بريا پاى ته ورسېده.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې لوبې پچه د بست ساتونکو وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ کولو پرېکړه وکړه.
د هغه په وينا، د بست ساتونکو په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې جوړې کړې او ددوى له لوري نصير احمد ٤٥ او نجيب ځدراڼ ٢٦ منډې جوړې کړې او د سپين غر پړانګانو له لوري حميد حسن او عبدالله عادل دوه دوه ، افتاب عالم او کريم صادق يو يو لوبغاړى وسوځول.
د سپين غر پړانګانو لوبډلې دغه لوبه له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د ٢٠ اورو په وروستي توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو وګټله او پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.
د سپين غر پړانګانو له لوري قسيم ډېره ښه لوبه وکړه ، ٤٦ منډې يې جوړې کړې او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د سپين غر کپتان حميد حسن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې توپ اچوونکو يې ښه لوبه کړې وه ، چې له امله يې سيالې ډلې ډېرې منډې ونه کړې.
د هغه په وينا، په بيټنګ کې يې لوبغاړو ستونزې درلودې، خو د قسيم د ښې لوبې له امله يې لوبه وګټله.
د بُست ساتونکو لوبډلې روزونکى حاجي ولي امين وايي ، چې لوبغاړو يې ښه لوبه وکړه، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.
نوموړي پژواک ته وويل : (( لوبه تر پايه زموږ په کنټرول کې وه، خو د سيد شېرزاد په يوه اوور کې د٢٠ منډو ورکولو له امله لوبه زموږ له لاسه ووتله.))
د لوبې په پاى کې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلميار او د سلاکار وزير او افغانستان کرکټ بورډ د رييس شهزاده مسعود له خوا پر لوبغاړو جايزې ووېشل شوې.
نن د امو نهنګانو او بند امير بازانو ترمنځ دويمه پاى لوبه ترسره کېږي، چې ګټونکې لوبډله به يې په پاى لوبه کې له سپين غر پړانګانو سره مخامخه شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن