ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې څلور عام وګړي او يو پوليس ووژل شو

27 Jul 2013 - 17:14
27 Jul 2013 - 17:14

لښکرګاه  (پژواک ٥ زمري٩٢) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په  دريو  بېلابېلو چاودنو کې څلور ملکي وګړي او يو پوليس وژل شوى اوپنځه نور پوليس ټپيان  شوي دي.

د ګرشک امنيه قوماندان سمونيار حکمت الله حقمل د زمري په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې نن تر غرمې وروسته په دوو بجو د مهاجر بازار په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه موټر چاودنه وشوه، چې له امله يې څلور ملکي وګړي ووژل شول .

هغه زياته کړه چې په وژل شويو کې دوه ماشومان او يوه مېرمنه شامله ده.

حکمت الله وايي چې وژل شوي کسان د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي وو او د نيمروز دلارام ولسوالۍ ته روان وو.

خو دسيمې يوه اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

بلخوا د ګرشک ولسوالۍ ديخچال په سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر هم چاودنه شوې چې له امله يې يو پوليس وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دغه راز نن  غرمه د نوزاد  د ولسوال سيد مراد اغا  پرموټر هم د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سيمه کې چاودنه شوې، هغه ترې روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

ديوه بل خبر له مخې پوليسو په لښکرګاه کې هغه پنځه  تنه  غله نيولي دي چې په دا وروستيوکې يې دانسان تښتوونو او وسلوالو غلو کې لاس درلود.

د لښکرګاه دلومړۍ حوزې مسوول سمونوال حضرت ګل پژواک ته وويل چې دغو کسانو  تيره ورځ  غوښتل دکاريز په سيمه کې موټر سايکل غلا کړي چې د پوليسو لخوا لاس په لاس ونيول شوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version