ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو قوماندانانو په ګډون د ٢٥ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

30 Jul 2013 - 14:23
30 Jul 2013 - 14:23

ګردېز-کندهار (پژواک ٨ زمرى ٩٢): امنيتي سرچينې وايي، چې په بېلابېلو پېښو او عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال وژل شوي او ١٥ تنه ژوندي نيول شوي دي.

دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لوګر، پکتيا، پکتيکا، کندهار او ميدان وردګو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

په ګردېز کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيمرغ عملياتو په ترڅ کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ٧ تنه ژوندي نيول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د اېتلاف هوايي ځواک د لوګر د خوشي ولسوالۍ دوبندي د لکړۍ په سيمه کې (۱۰) وسله وال مخالفين وژلي دي.

خپرپاڼه ليکي، د وژل شوو په ډله کې د ميرويس په نوم د مخالفينو يو قوماندان هم شامل دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ګډو ځواکونو د پکتيا د احمدخېلو ولسوالۍ د شوات تنګي په سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دويمې پلې لوا د لومړي کنډک ځواکونو د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ د ظفرخان په کلي کې د عملياتو پر مهال يو شکمن کس له يو موټرسايکل سره نيولى دى.

خبرپاڼه زياتوي، د پکتيکا د زرمت ولسوالۍ د کوتي خېلو په سيمه کې د خپل ماين چاودنې دوه ماين خښوونکي وژلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ګردېز-زرمت پر لاره پر (۳) وسله والو خپل ماين چاودېدلى درې واړه يې وژلي او موټرسايکلونه يې له منځه تللي دي.

 همداراز په خبرپانه کې راغلي، چې د پکتيا د سيدکرم د عملګۍ په سيمه کې هم د خپل ماين چاودنې درې وسله وال وژلي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د پکتيا د احمدخېلو ولسوالۍ د حسن خېلو په کلي کې د ماين خښولو پر مهال چاودنې دوه تنه وژلي دي.

دغه راز دکندهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنيت په ګډو عملياتو کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا سيدولي له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي، چې ملا سيد ولي د اروزګان په ولايت او د کندهار خاکرېز ولسوالۍ په ډېرى نا امنيو کې لاس درلود.

د خبرپاڼې له مخې، په عملياتو کې درې تنه ژوندي نيول شوي، د وسله والو ٩ موټرسايکلونه سوځول شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همدارنګه د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډو عملياتو کې د ميدان ښار اړوند زنګيانو سيمه کې ٦٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي، خو په تور يې څوک نه دي نيولي.

خبرپاڼه زياتوي، چې ملي اردو په سيداباد ولسوالۍ کې پنځه تنه شمکن له يوې پايې ايکم مخابرې سره نيولي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version