ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه نشته

31 Jul 2013 - 14:08
31 Jul 2013 - 14:08

جلال اباد(پژواک،٩زمرى٩٢): په ختيځ کې د ټاکنو  کميسيون د ولايتي دفتر چارواکي وايي، د امنيتي ستونزو له امله د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه، نه دي پرانېستل شوي.

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټر محمد داوود شريف د زمري په ٩مه ، پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د نوم ليکنې د بهير دويم پړاو د زمري د مياشتې په پنځمه د ننګرهار په ١٨ ولسواليو کې پيل شوى .

خو هغه زياته کړه،په څلورو نورو ولسواليو کې ، چې امنيتي ستونزې موجودې دي، دغه پروسه په کې لا نه ده پيل شوې.

نوموړى وايي : (( د حصارک،شېرزاد،پچير اګام او چپرهار په ولسواليو کې تر اوسه مرکزونه ، نه دي فعال  شوي.))

ډاکټر داوود زياتوي،چې له يادو څلورو ولسواليو څخه يې يواځې د پچير اګام ولسوالۍ ته مواد نه دي رسيدلي ، چې ډېر ژر به يادې ولسوالۍ ته مواد ورسيږي.

نوموړى وايي ، امنيتي ادارو ډاډ ورکړى ،چې په يادو څلورو واړو ولسواليو کې به په نږدې وخت کې د نوم ليکنې مرکزونه فعال  شي او پرته له کومې امنيتي ستونزې به فعاليت پيل کړي.

هغه وايي: (( د حصارک په ولسوالۍ کې عمليات روان دي، هلته يو څه ستونزه شته او دا به هم له منځه لاړه شي.))

د ننګرهار د ټاکنو د کمېسيون مشر زياتوي،چې د ټاکنو د نوم ليکنې د بهير پر وړاندې نور کوم جدي خنډونه نشته او يواځې د څلورو ولسواليو امنيتي ستونزې دي، چې دا به هم ډېر ژر له منځه لاړې شي.

بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى په هېڅ ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې نه لري او که د ټاکنو کمېسيون دوى ته په هر وخت کې د موادو د انتقال ووايي انتقالولى يې شي.

ده زياته کړه: (( دا نن موږ د پچير اګام د موادو په انتقال کار کوو، هېڅ ستونزه نشته.))

نوموړى وايي، کولى شي چې حصارک او شېرازدو ولسوالۍ ته هم توکي ولېږدوي او هلته پرته له کومې ويرې د نوم ليکنې د بهير مرکزونه فعاله کړي.

د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل پرون پژواک ته ويلي و ، چې  امنيتي ارګانونو تر دې دمه د رايې ورکولو د ٢٥٩ مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ نه دى ورکړى.

ياده دې وي، چې د نوم ليکنې د بهير لومړى پړاو ، چې يواځې د ولاياتو په مرکزونو کې پيل شوى و، د زمري په ٥مه يې دويم پړاو، چې په ولسواليو کې د مرکزونو فعالول دي، پيل شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version