غزني-هرات ، کندهار (پژواک ۲۳ زمری ۹۲): چارواکي وايي، چې په کندهار، غزني، لوګر او هرات ولايتونو کې د ځينو امنيتي پېښو پر مهال ١٧ وسله وال وژل شوي دي.
د غزني د قره باغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک اژانس ته وويل، پرون مازديګر پوليسو غوښتل د ګاومېشک پوستې ته اکمالات وکړي، چې وسله والو پرې بريد وکړ.
د ده په وينا، په جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي،درې ملکي وګړي او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.
نظروال زياتوي، د طالبانو له لوري توغول شوې د هاون مرمۍ پر يوه کور ولګېده، چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شول.
د ولسوال په خبره، د جګړې په سيمه کې د وسله والو دوه موټرسايکل او يوه اندازه وسله هم د پوليسو لاس ته ورغلې، خو پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د کندهار ولايت په غورک او پنجوايي ولسواليو کې د ملي اردو او ملي پوليسو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ٥ وسله وال وژل شوي او د يوه پوليس په ګډون ٧ تنه نور ژوبل شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفترم مسوول جاوېد فيصل پژواک اژانس ته وويل، چې ملي اردو د غورک ولسوالۍ په شاه کارېز سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې ٤ وسله وال مخالفين ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى برسېرن ژوبل شوى دى، خو ملکي وګړو ته پکې هيڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دى وايي، په جګړه کې د وژل شويو جسدونه د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
فيصل وويل، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د ملي اردو او پوليسو له لوري په ورته عملياتو کې د وسله والو مخالفينو يو قوماندان وژل شوى، چې د کرښې له هغې غاړې کويټې څخه راغلى و.
د نوموړي په وينا، دغه عمليات د يادې شوې ولسوالۍ په دواب سيمه کې شوې، چې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د يادو شويو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د لوګر په خوښي ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډګروال احمد جان مخلص وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د ملي اردو ځواکونو ترسره کړي دي.
نوموړی وايي، د ملي اردو ځواکونه پر ګزمه بوخت وو، چې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل، له نيم ساعت نښتې وروسته څلور وسله وال ووژل شول، خو د اردو سرتېرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د هرات په شينډنډ کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې ووژل.
د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزى وايي، دغه چاودنه د شپې دوه بجې رامنځ ته شوه، د وژل شوو ماين خښوونکو مړي په سيمه کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن