ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيت او د افغان ځواکونو پايښت د بهرنيو ځواکونو په شتون کې تضمينېداى شي”

14 Aug 2013 - 16:33
14 Aug 2013 - 16:33

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، چې د افغانستان د راتلونکي امنيت تضمين د بهرنيو ځواکونو په شتون کې دى.

نوموړي دغه څرګندونې له رايـټرز خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې چې نن (د زمري ٢٣مه) خپره شوې، کړې دي.

هغه زياته کړې. چې تر ٢٠١٤ کال وروسته نړيوال جګړه ييز ځواک له افغانستان څخه وځي خو تر دې نېټې وروسته د افغانستان امنيت د يو شمېر بهرنيو ځواکونو په شتون پورې تړاو لري.

خو جنراف ډنفورډ دا نه ده په ډاګه کړې، چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته څومره بهرني ځواکونه بايد په افغانستان کې پاتې شي.

تر يادې نېټې وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنيتي سند خبرې روانې دي، پخوا ځينو امريکايي جنرالانو ويلي وو، چې کېداى شي د ٨ او ١٢ زرو تر منځ سرتېري پاتې شي.

په دې مرکه کې د ناټو لوى قوماندان د ايساف د اوسني ماموريت تر پاى ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د پام وړ امريکايي سرتېرو پر پاتې کېدو ټينګار کړى دى.

هغه زياته کړې: ((شمېره مهمه نه ده، مهمه دا ده چې تر ٢٠١٤ کال وروسته څه ډول افغان ملي ځواکونه دوامداره وساتل شي.))

نوموړى وايي، چې  د ١١ سپټمبر تر پېښې وروسته ١٢ کاله کېږي چې امريکا د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد جګړه روانه کړې ده، خو طالبان اوس هم  بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت ته ستونزې جوړوي.

د ناټو د قوماندان په وينا، دغه ګواښونه تر ٢٠١٤ کال وروسته د سرتېرو پاتې کولوته لاره برابروي.

جنرال ډنفورډ ويلي، چې اوس مهال په افغانستان کې ٨٧ زره بهرني سرتېري مېشت دي چې درى برخې يې امريکايي سرتېري جوړوي، خو دا يې نه دي ويلي چې څومره امريکايي سرتېري به تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي.

د هغه په وينا، د سرتېرو د پاتې کولو په اړه د واشنګټن او کابل تر منځ  خبرې اترې روانې دي.

ده ويلي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان د امنيت او د امنيتي ځواکونو د دوامداره ساتلو لپاره د بهرنيو ځواکونو شتون اړين دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version