ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

الن: د افغان ځواکونو اصلي ازموينه به پسرلي کې پيل شي

30 Jan 2013 - 15:03
30 Jan 2013 - 15:03

کابل (پژواک ١١ سلواغه ٩١): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قوماندان پر افغان ملي ځواکونو باور څرګند کړى خو زياتوي چې د دوى اصلي ازموينه به په راتلونکي پسرلي کې پيل شي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان الن دغه څرګندونې له امريکايي اژانس (اى پي) سره په يوه ځانګړې مرکه کې، چې د سلواغې په ١١مه خپره شوې، کړې دي.

هغه په دې مرکه کې زياته کړې، چې افغان ملي ځواکونه څومره چې تمه کېده، تر هغه زيات او چټک پرمختګ کړى دى.

الن ويلي، افغان ملي ځواکونه اوس دې ته چمتو دي چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو پر ضد د يوولس کلنې جګړې قومانده پر غاړه واخلي.

د نوموړي په وينا، د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د ناټو د نوي ماموريت دنده د افغان ځواکونو روزنه، همکاري او مشوره ورکول وي.

خو هغه زياته کړې: ((د افغان ملي ځواکونو اصلي ازموينه به په راتلونکي پسرلي کې، چې د جګړې موسم وي، پيل شي؛ ځکه چې د ژمي په موسم کې د واورو له امله لارې بندي وي او جګړې هم کمې رامنځته کېږي.))

د ناټو لوى قوماندان وايي، چې افغان ځواکونه شمېر لوړې کچې (٣٥٢ زره) ته رسېدلى، خو اوس هم ډېر کار ته اړتيا ده، څو دوى پر يو اغېزمن ځواک بدل شي او پر خپلو پښو ودرېږي.

الن زياته کړې: ((د دوى د وړتياوو ترشا هغه پرېکړه ده، چې دوى غواړي په ټول هېواد کې د امنيت او عملياتو مشري پر غاړه واخلي.))

ولسمشر بارک اوباما هم تېره مياشت اعلان وکړ، چې نړيوال ځواکونه به د افغانستان له کليو او بانډو ووځي او د امنيت چارې به افغان ځواکونو ته وسپاري.

کتونکي په دې اند دي، اوباما په دغه اعلان سره غواړي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ چټکه کړي.

د ناټو قوماندان وايي، د افغان ځواکونو وړتيا تر هغې ډېره زياته ده، چې دوى يې په اړه اټکل کړى وو: ((زه ډېر ډاډمن يم، چې دوى به د ٢٠١٣ کال تر وروستيو پورې د امنيت او عملياتو مشري پر غاړه واخلي.))

جنرال الن، چې له تېر شاوخوا يونيم کال راهيسې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشري پر غاړه لري، ټاکل شوې د سلواغې په ٢٢مه خپله دنده پرېږدي.

هغه په اروپا کې د ناټو د ستر قوماندان په توګه ټاکل شوى او د امريکايي بحري ځواکونو مرستيال جنرال ډانفورډ يې په افغانستان کې ځاى ناستى ټاکل کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version