کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تلونکى قوماندان وايي، چې نړيوال ځواکونه بريا ته نږدې دي او امريکا به هېڅکله له افغانستان څخه په بشپړه توګه ونه وځي.
د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال الن، چې په اروپا کې د ناټو د لوى قوماندان په توګه ټاکل شوى، دغه څرګندونۍ يې په خپلې وروستۍ مرکه کې له بي بي سي سره کړې دي.
هغه چې په افغانستان کې يې ١٩ مياشتې دنده ترسره کړې، زياته کړې، چې افغان ملي ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي او د هغوى د روزنې پروسه په ډېرې چټکۍ سره پرمخ روانه ده.
که څه هم تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته چې ناټو له افغانستان څخه وځي، امريکا به څومره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
خو جنرال الن وايي، چې په افغانستان کې تر ٢٠١٤ د امريکايي سرتېرو د نه شتون امکانات بېخي کم دي او په ډاګه يې کړه، چې د بشپړ وتلو هېڅ امکان نشته.
هغه زياته کړې: ((دا خبره بېخي سپينه ده، ولسمشر بارک اوباما هم ويلي ، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به امريکايي ځواکونه په افغانستان کې د مشورې، روزنې او همکارۍ رول ترسره کوي.))
دا چې امريکا به په افغانستان کې څومره سرتېري پرېږدي، سپينه ماڼۍ يې په اړه مشورې کوي، خو جنرال الن سپينې ماڼۍ ته د ٦ او ٢٠ زرو ترمنځ د سرتېرو د پرېښودو وړانديز ورکړى دى.
جنرال الن د افغانستان د روانې جګړې په اړه ويلي: ((د دولت پر ضد د جنګېدونکو وسلوالو د له منځه وړلو لپاره وخت په کار وي، دا ستونزمن کار دى، چې د دې لپاره يوه نېټه ځانګړې کړى شي ، چې په دې نېټه به جنګ وګټل شي.))
د هغه په وينا، په افغانستان کې د وسلوالو د له منځه وړلو لپاره نړيوال ځواکونه ډېر مخکې تللي دي، د دغه کار لپاره اقتصادي او سياسي پرمختګونه په کار دي او نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره يو ځاى د دغه کار لپاره زمينه سازي کړې ده.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن