ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کي دپي آرټې له لورې ترسره شوی پروژې دچارواکوترنیوکې لاندې راغلې

17 Aug 2013 - 16:22
17 Aug 2013 - 16:22

غزني ښار (پژواک ۲۶ زمری ۹۲): په غزني کې دامریکا هیواد له لورې دهیواد په شرقې ولایتونو کې د ملکې خدماتو ريیسې میرمن کارن داکر له لورې په داسې حال کې د امريکا او پولنډ هېوادونو د بيارغونې (پي ار ټي) له لورې دترسره شویوپروژو په اړه معلومات ورکړل، چې چارواکي يې په کارونو نيوکه کوي او وايي بې کيفيته دي.

په غزنې کې د امريکا او پولنډ هېوادونو د بيارغونې ډلې نږدې ۱۱ کاله د بيارغونې او امنيت په برخو کې دنده ترسره کړې ده.

مېرمن کارن داکريا پژواک اژانس ته وويل، امريکا او پولنډ هېوادونو په تېرو يوولسوکلونو کې په غزني کې ۱۶۸ ميليونه ډالره د روغتيا، پوهنې او پرمختيايي پروژو په برخو کې لګولي دي.

هغې زياته کړه، چې په غزني کې يې مستقيمې مرستې پاى ته رسېدلې او له دې وروسته به يې مرستې د اړوندو وزارتونو له خوا لګول کېږي.

مېرمن کارن وويل، دوى په غزني کې درې ډوله، سياسې، اقتصادي او امنيتي ماموريت ترسره کوي، چې اوس يې يوازې اقتصادي ماموريت پاى ته ورسېد. اوله دې وروسته پي آرتې نشې کولای چې په مستقیم ډول یوه پروژه ترسره کړې.

میرمن کارن  زياته کړه، امريکا به د غزني له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دا مرستې به د افغان دولت له لارې ترسره کړي.

نوموړې زياته کړه، ولسمشر بارک اوباما خوښ دی، چې له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي اوژمنه يې وکړه چې له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي.

کارن داکر وويل، امريکا نه غواړي د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي، بلکې تر هغه وخته به دلته وي،  څو په افغانستان کې جنګ پای ته نه وي رسېدلی.

د غزني والي موسي خان اکبرزاده په غزني کې د پي ار ټي له مرستو مننه وکړه، خو زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې ډلې له کارونو ناراضه دى.

اکبرزاده زياته کړه، په غزني کې له ۱۳۸۸ نه تر۱۳۹۱ کاله پورې د دولت او پي ار ټي له لوري ۵۷ ميليونه امريکايي ډالره لګول شوي دى.

هغه زياته کړه، چې هغوى دې دا ثابته کړي، چې ١٦٨ ميليونه ډالره يې څنګه او چېرې لګولي دي.

د ده په خبره، د بيارغونې ډلې له لوري ترسره شوي کارونه بې کيفيته دي او ان د ده په خبره څو ځلې يې د پي ار ټي د پلې شوو پروژو لېست وغوښت خو پي ار ټي دغه لېست پټ وساته.

والي د بېلګې په ډول د ولسواليو د امنيه قوماندانيو لپاره د ودانيو د جوړېدو پروژې يادې کړې، چې په هره يوه يې ٢،٦ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى په داسې حال کې چې دې ودانيو تر ٤٠٠ زره ډالرو زيات لګښت نه غوښت.

د غزني ولايتي شورا هم د پي ار ټي له لوري د ترسره شوو پروژه له کاره ناراضه ده.

د ولايتي شورا غړی حميدالله نوروز وايي، پي ار ټي تر اوسه داسې کار نه دى ترسره کړی، چې هغه دي له يوکال څخه زيات دوام کړى وي.

د ده په خبره، د غزني په پې ار ټي کې فساد موجود و او داسې پروژې هم په لېست کې راغلې، چې تر اوسه چا نه دې ليدلې.

په غزني کې د امريکايي ځواکونو د ولايتي بيارغونې پروګرام په ٢٠٠٢ کال پيل شو، چې له ٢٠٠٧ وروسته پولنډ هېواد هم د ولايتي بيارغونې په چوکاټ کې کار پيل کړ.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version