ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د ملي پيوستون شپږ کارکوونکي ووژل

27 Aug 2013 - 11:00
27 Aug 2013 - 11:00

هرات (پژواک ٥ وږى ٩٢): چارواکي وايي، وسله والو د ملي پيوستون هغه شپږ کارکوونکي وژلي، چې وړمه ورځ يې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې تښتولي وو.

دغه کسان تېره يکشنبې په ګلران ولسوالۍ کې هرات ښار ته د راستنېدو پر مهال  د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

د هرات والي سيد فضل الله  وحيدي د وږي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه وژل شوي دي.

په هرات کې د ولايتي  شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، چې دغه کسان د ملا عبدالعزيز په نوم يوه مشهور طالب قوماندان تښتولي وو، خو تېره شپه لس بجې يې د ګلران ولسوالۍ اړوند د نعمت کلي ته نږدې وژلي دي.

د ولايتي شورا رييس دغه کار وحشيانه او ظالمانه وباله او زياته يې کړه، چې دا پېښه به په سيمه کې د بيارغونې  چارې اغېزمنې کړي.

قتالي وايي، تېره ورځ يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب  له تښتونکو سره  اړيکې ونيولې، خبرې اغېزمنې وې، خو تښتوونکو بې دليله دغه کسان ووژل.

د هرات د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست مرستيال انجنير محمدقاسم ايوبي وايي، چې د ملي پيوستون د وژل شوو کسانو مړي يې د قومي مشرانو په مرسته له ګلرانه هرات ښار ته راوړي دي.

هغه زياته کړه، چې وژل شوي دوه د هرات او څلور نور د لوګر او ميدان وردګو ولايتونو اوسېدونکي دي.

دغه لومړى ځل دى، چې په دغه ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام کارکوونکي وژل کېږي.

وسله والو طالبانو د دغو کسانو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې،په هرات کې د وژل شويو څلورو انجنيرانو او د ملي پيوستون د دوو کارکوونکو وژنه په کلکه غندل شوې، په خبر پاڼه کې راغلي،چې ولسمشر کرزي په پاکستان کې د خپل سفر پر مهال د وژل شويو کورنيو ته تسليت ويلي او د دوى وژنه يې د افغانستان د پرمختګ د غليمانو کار بللى دى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version