ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس لپاره د طالبانو مرستيال والي ووژل شو

د بادغيس لپاره د طالبانو مرستيال والي ووژل شو

author avatar
17 Sep 2013 - 16:47
د بادغيس لپاره د طالبانو مرستيال والي ووژل شو
author avatar
17 Sep 2013 - 16:47

هرات (پژواک ٢٦ وږى ٩٢): چارواکي وايي، د طالبانو له لوري د بادغيس لپاره نومول شوى مرستيال والي يې له دوو ملګرو سره وژلى دى.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند تحصيل حيدري د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو د قادس په ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ او وروسته نښته رامنځته شوه. هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې د بادغيس لپاره د طالبانو مرستيال والي ملا عبدالغفار له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوى او درې نور وسله وال ټپيان شوي دي. د يو بل خبر له مخې، د هرات په ګلران ولسوالۍ کې وسله والو تېر ماښام يو قومي مشر وژلى دى. د هرات يو امنيتي چارواکى، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته ويلي، چې قومي مشر ارباب زرين د وسله والو موټرسايکل سپرو له لوري وژل شوى. سرچينه وايي، چې تر اوسه د ارباب زرين د وژنې په تور څوک نه دي نيول شوي. ګلران ولسوالي د هرات ښار لوېديځ ته په ۱۲۳کيلومترۍ له ايران او ترکمنستان سره پر پوله پرته ده. په هرات کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې زياتې شوې او خلک يې اندېښمن کړي دي. د هرات د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، چې په تېره يوه نيمه مياشت کې په هدفي بريدونو کې ٤٠ کسه وژل شوي دي. په بادغيس کې د طالبانو د مرستيال والي د وژنې په اړه طالبانو څه نه دي ويلي او نه هم په ګلران کې د وژل شوي قومي مشر د وژنې مسووليت چا پر غاړه اخيستى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.