ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر امنيتي سند د خبرو بل پړاو په کابل کې پيلېږي

11 Sep 2013 - 16:35
11 Sep 2013 - 16:35

واشنګټن (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند درېيم پړاو خبرې به په کابل کې ترسره شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په واشنګټن کې پر ياد سند د غير رسمي خبرو اترو پر مهال ډېر پرمختګ شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د واشنګټن د خبرو په تېرو دوو پړاوونو کې د ياد سند ډېرى کارونه بشپړ شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې د خبرو اترو بل پړاو به په کابل ترسره کېږي او په کابل کې د امريکا سفير به په کې د خپل هېواد استازيتوب کوي.

په واشنګټن کې پر امنيتي سند تېرې خبرې اترې د افغانستان د سفير اکليل حکيمي او د امريکا د ځانګړي استازي د مرستيال جيمز والکر له خوا پر مخ وړل کېدې.

د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې اترې لس مياشتې مخکې په واشنګټن کې پيل شوې وې او تر اوسه په کابل او واشنګټن کې د خبرو اترو څو پړاوه تېر شوي دي.

خو دوه مياشتې مخکې د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د اعتراض په توګه دا خبرې وځنډولې، خو په دې وروستيو کې غير رسمي خبرې بيا پيل شوې دي.

پخوا امريکايي چارواکو ويلي وو، چې د افغان حکومت تر اعتراض مخکې پر ياد سند خبرې اترې نږدې پاى ته رسېدلې دي.

امريکايي سرچينې وايي، چې ډېر ژر به په کابل کې پر ياد سند غير رسمي خبرې پيل شي او د دامريکا د سفير تر څنګ د ناټو لوى قوماندان جنرال جيمز ډنفورډ به هم په کې ګډون کوي.

سرچينې زياتوي، چې د کابل په خبرو کې به د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا او ډاکټر اشرف غني احمدزى به د افغان حکومت استازيتوب کوي.

امريکايي سرچينې وايي، چې په ډېرو موضوعاتو پرېکړې ته رسېدلي، خو يواځې په کې د امريکايي سرتېرو پر قضايي خونديتوب او د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتيا خبرې کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، دوى غواړي پر دغه سند چې څومره ژر کېږي، يوې پرېکړې ته ورسېږي.

افغان حکومت تر دې مخکې اعلان کړى، چې له امريکا سره پر امنيتي سند د لاسليک لپاره لويه جرګه راغواړي او د دې جرګې د پرېکړو په رڼا کې به اقدام وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version