ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او چین په بیلا بیلو برخو کې درې تړونونه لاسلیک کړل

27 Sep 2013 - 17:51
27 Sep 2013 - 17:51

بیجینګ ( پژواک ۵ تله ۹۲) : افغانستان او چین په پلازمینه بیجنګ کې له چینايي چارواکو سره په بیلابیلو برخو کې درې تړونونه لاسلیک کړل.

 

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د تلې په ۵مه په بیجینګ کې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې لومړی تړون د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو په برخه کې و،چې د چین د سوداګرۍ وزیر او د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ترمنځ لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه چې دویم تړون د زندانیانو د استرداد په برخه کې و ، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ارشاد احمدي ترمنځ لاسلیک شو.

 

فیضي وویل چې درېیم تړون دکابل پوهنتون او د چین ( xi.an) پوهنتون د رییس او په چین کې د افغانستان د سفیر محمد کبیرفراهي ترمنځ لاسلیک .

 

دی وایي چې دغه راز ولسمشر او ورسره مل پلاوی يې د یادو تړونونو ترڅنګ له چینايي چارواکو سره په افغانستان کې د نفتو او کانونو د استخراج او  په بیلابیلو برخو کې د پانګې اچونې په اړه په خبرو بوخت دی ، چې تراوسه په دغو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

 

د نوموړي په خبره ، ولسمشر کرزي د شانګهای د همکاریو د سازمان د اړوندو هیوادونو د دیپلوماتیکو استازو په ناسته او  دغه راز د چین د نفتو د شرکت له رهبرۍ سره هم په دې ټینګار وکړ، چې افغانستان د پانګې اچونې لپاره ډیر ښه مناسب شرایط لري او دوی دې هلته راشي، پانګه اچونه دې وکړي او د افغانستان حکومت به ورته د پانګې اچونې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي .  

 

ولشمسر حامد کرزی د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا تیره ورځ په څلور ورځني رسمي سفر چین ته د بیلا بیلا دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه چین ته راغلی دی.     

 

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version