ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او چين تر منځ ستراتيژيک تفاهم او د همکارۍ دوه سندونه لاسليک شول

د افغانستان او چين تر منځ ستراتيژيک تفاهم او د همکارۍ دوه سندونه لاسليک شول

author avatar
23 Sep 2012 - 09:45
د افغانستان او چين تر منځ ستراتيژيک تفاهم او د همکارۍ دوه سندونه لاسليک شول
author avatar
23 Sep 2012 - 09:45

کابل ( پژواک د تلې ٢مه ٩١): افغانستان او چين ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې اعلامې د پلي کولو لپاره د عمل هوکړه ليک او په امنيتي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ دوه سندونه لاسليک کړل.
په هغه خبرپاڼه کې چې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې ولسمشر کرزي تېر ماښام د چين د کمونست ګوند د سياسي بيرو د زويانکانګ په مشرۍ د چين له لوړپوړي پلاوي سره په ارګ کې وليدل او د افغانستان او چين تر منځ يې د ګډې ستراتيژيکې اعلامې د پلي کېدو لپاره د عمل پروګرام په تحقق خبرې وکړې.
حامد کرزي چينايي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د چين د خلکو او حکومت له مرستې او همکاريو مننه وکړه او ويې ويل : ” موږ ددواړو هېوادونو ترمنځ د پراخو او ژورو همکاريو غوښتونکي يو. “
هغه دې ته په اشارې سره، چې چين د هغو لومړنيو هېوادونو له ډلې څخه دى، چې په تېرو څو کلونو کې يې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې زياته کړه، چې افغانستان ددې پانګونو د لازياتې پراختيا غوښتونکى دى.
ولسمشر کرزي چين د افغانستان ښه او ريښتونى ملګرى وباله او زياته يې کړه ، چې افغانستان د سيمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له چين سره د اړيکو د پراختيا غوښتونکى دى.
حامد کرزي د سيمې امنيت د سيمې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو اړوند وباله او څرګنده يې کړه ، چې د ګډو امنيتي ګواښونو لپاره بايد د سيمې هېوادونه په ګډه هڅه وکړي.
د چين د پلاوي مشر زيانکانګ افغانستان ته د خپل سفر موخه د هغو پرېکړو تحقق وباله، چې چين ته د ولسمشرکرزي د سفر او دهغه هېواد له ولسمشر جوين تاوو سره د ليدنې په ترڅ کې ددواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه شوې وې.
هغه وويل: ” چين د افغانستان د خلکو ژوند د ښه کېدو غوښتونکى دى او موږ غواړو، چې له افغانستان سره مو اړيکې د پخوا په پرتله زياتې پراخې شي. “
زويانکانګ په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د خپل هېواد د لېوالتيا د څرګندونې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه، څو لا زيات چينايي پانګوال افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.
له دې ليدنې وروسته د افغانستان او چين ترمنځ د ګډې ستراتيژيکې اعلاميې د پلي کېدو او په امنيتي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ دوه سندونه ددواړو هېوادونو د دولتي چارواکو ترمنځ لاسليک شول.
په دې مراسمو کې د جمهوري رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د عدليې وزير حبيب الله غالب ، د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي، د ملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد او د کورنيو چارو وزارت مرستيال ګډون درلود او د افغانستان او چين تر منځ د ګډې ستراتيژيکې اعلاميې د پلي کېدو لپاره د عمل پروګرام د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال جاوېد لودين او په افغانستان کې د چين سفير زوفي هنګ لخوا لاسليک شو.
په همدې ډول د ١٥٠ ميليونه ينو ( نږدې ٢٠ ميليونه امريکايي ډالرو) په ارزښت تخنيکي – اقتصادي همکاريو هوکړه ليک د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د وزير انوار الحق احدي او د چين د سوداګرۍ وزارت د مرستيال هانګ تونګوي ترمنځ لاسليک شو .
په دې مراسمو کې د افغان پوليسو د تجهيزاتو د بشپړولو لپاره د مرستې د پروګرام هوکړه ليک د کورنيو چارو وزارت د مرستيال او د چين د عامه امنيت وزارت د مرستيال زهانګ زينک فينک ترمنځ لاسليک شو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.