ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينډنډ امنيه قوماندان له چاودنې روغ ووت

28 Sep 2013 - 16:12
28 Sep 2013 - 16:12

هرات ښار-پل علم (پژواک ٦ تله ٩٢): د هرات د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين له يوې چاودنې روغ وتلى، خو موټر يې زيانمن شوى دى.

د شينډنډ امنيه قوماندان سمونوال محمد غوث مليار د تلې په ٦مه تر چاودنې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د بالاشهر سيمې ته په يوه غونډه کې د ګډون په موخه روان و، چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې ده او ساتونکو يې ته زيان نه دى اوښتى، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.

بلخوا د هرات ولايت امنيتي مسوولينو د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړى دى.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي پژواک ته وويل، چې پوليسو تېره شپه د ګذرې په ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې يې طالب قوماندان عزيز له خپل پلار سره وژل شوى او اته نور ملګري ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال صمد جان عابد پژواک ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې مخکې يوولس نيمې بجې د پل علم ښار په دوه کيلومترۍ کې رامنځته شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى، يو ملکي وګړى او يو پوليس ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version