ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د تیاتري ډرامو سیالۍ پیل شوې

هرات ښار (پژواک، ١١ تله ٩٢): په هرات ښار کې د دې ولايت د تیاتر ادارې په نوښت د تیاتر ډرامو څلور ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور ادارې د تیاتر د څانګې مدیر فریدون فکوري، د دې سياليو د پرانيستو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دې سیالیو کې د هرات د بېلابېلو هنرمندانو له خوا ۲۰ ډرامې د دې ادارې په تالار کې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.

ده زياته کړه، تر راتلونکې یکشنبې ورځې (د تلې ١٤مه) پورې به هره ورځ له غرمې وروسته د ورځې پنځه ډرامې په وړيا ډول نندارې ته وړاندې شي، چې په پايله کې به لومړۍ، دويمې او درېيمې غوره ډرامو ته جايزې هم ورکول شي.

د هغه په وينا، دغه ګام يې د هنر د نړيوالې ورځې په مناسبت (د تلي ١٦مه) د ځوانانو د قلم او وړتياوو د پياوړي کولو او ټولنې ته د ناخوالو د ورپېژندلو په موخه اخيستى دى.

نوموړى وايي، د اقتصادی امکاناتو د کمښت له امله یې د نورو ولایاتو هنرمندان او تیاتري ډرامې سیالۍ ته ونه شوی منلی.
د ده په خبره،

د لبخند په نوم د سيالۍ لومړۍ ډرامه چې د هرات د معلولينو هنري ډلې چمتو کړې وه، په کې د معلولينو د ځواک نندارې ته وړاندې شو.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version