هرات ښار (پژواک ١٨ کب ٩١): په هرات کې د سلو افغاني او نړيوالو فلومونو فيسټيوال د دويمې ورځې لپاره هم ګڼ شمېر نندارچيان درلودل.
د فلمونو دغه جشنواره تېره ورځ د رويا فلم له خوا د ارمان شهر فلم جوړولو ادارې په مرسته د درېيو ورځو لپاره د هرات په لرغونې اختيارالدين (ارګ) نومې کلا کې پرانيستل شو.
د دغه فيسټيوال يوې مسوولې رويا سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه کار يې يوه موخه د ښځو د نړيوالې ورځې نمانځل دي.
د هغې په وينا، د دغه فيسټيوال لپاره يې هرات ځکه انتخاب کړ، چې دلته د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله پر ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې سږ کال ډېرې رامنځته شوې دي.
په فيسټيوال کې د نړۍ له ګوت ګوټ نه هنري او مستند فلمونه راوړل شوي، خو د فيسټيوال يو بل مسوول صديق برمک وايي، چې داستانونه يې ټول په يوه نه يو ډول د ښځو له ژوند سره تړاو لري.
د نوموړي په وينا، په فسټيوال کې تر اوسه د افغانستان، هند، تايلينډ، ايران او ترکي فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د فيستيوال مدير روح الله امين اميني پژواک اژانس ته وويل، دا فلمونه يواځې سيالۍ ته نه وړاندې کوي، بلکې يواځېنۍ موخه يې خلکو ته ښه پيغام ورکول دي.
د مېرمن بارکزۍ په نوم يوه ښځه، چې د دغه فسټيوال د فلمونو نندارې ته راغلې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم امنيتي حالات خلکو ته د دې اجازه نه ورکوي، خو په دغه فيسټيوال کې د خلکو پراخ ګډون د دې څرګندوى کوي چې خلک اوس هم له سينما سره مينه لري.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور په اداره کې د تياتر مدير فريدون فکوري پژواک اژانس ته وويل، چې د فسټيوال ګډونوال ډېر خو ځاى يې تنګ دى.
د هغه په وينا، هره ورځ تر يو نيم سلو پورې نندارچيانو ته ټکټونه ورکوي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن