ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۲ماشومان او تنکي ځوانان د افغانستان سرکس غوره څېرو په توګه وټاکل شول

۱۲ماشومان او تنکي ځوانان د افغانستان سرکس غوره څېرو په توګه وټاکل شول

author avatar
6 Aug 2018 - 20:25
۱۲ماشومان او تنکي ځوانان د افغانستان سرکس غوره څېرو په توګه وټاکل شول
author avatar
6 Aug 2018 - 20:25

کابل (پژواک،۱۵ زمری ۹۷): د ۱۱۰ ماشومانو او تنکیو ځوانانو له ډلې چې د سرکس هنري فیسټيوال وروستي دور سیالیو یې ته یې لار موندلې وه، ۱۲ کسان د غوره څېرو په توګه بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.

د دې فیسټيوال وروستی دور نن کابل ښار کې ترسره شو.

د افغانستان د ښوونیز او روزنیز سرکس (MMCC) مسوول خلیل الله حمید وویل، د وروستي دور یاد ۱۱۰کسان چې عمرونه یې له اوو تر اتلس کلونو وو، له کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، هرات، غور، بلخ، سمنګان، تخار، بامیان او خوست ولایتونو څخه غوره شوي وو.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ۱۱۰کسانو له جملې څخه نن د دې فیسټيوال په وروستي دور کې ۱۲ کسان په څلورو ګروپونو کې له هېواد څخه بهر سیالیو کې د ګډون لپاره غوره شول.

ده وويل، مجتبی، ثریا، وحید، عزیز، مرتضی، محمد کریم، رابعه احمدي، شبانه، نوید، احمد زبیر، خالد او توفان یاد ۱۲کسان دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې یاد ۱۲کسان د کابل، بامیان، بلخ، ننګرهار او هرات اوسېدونکي دي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې چې دا ۱۲کسان د جاګلینګ (یو ډول سرکس) نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ته سفر وکړي.

د دې فیسټيوال ډېره برخه د روزنتون، لاس پلورونکي او کارګر، بې سرپرسته او بیوزلي ماشومان جوړوي چې مخکې د ولایتونو ترمنځ د سیالیو پر بنسټ غوره شوي دي.

د یاد فیسټيوال د وروستي دور ګډونوالو په زړه پورې حرکتونه ترسره کړل.

د یادو کسانو له ډلې ځینو یې په ورته مهال څو توپونه په مهارت پورته اچول او بیا یې په لاسونو کې نیول، یوشمېر نورو بیا پر یو عرابه لرونکي بایسکل مختلف حرکتونه نندارې ته وړاندې کول او ځینو یې یو حلقه په خپله ملا کې تاووله.

د اتم ټولګي زده کوونکې ۱۴کلنې رابعې احمدي، څلور توپونه پاس اچول او په ماهرانه ډول یې بېرته نیول، د خوشحالۍ په څرګندولو چې په غوره ۱۲ کسانو کې ځای خپل کړ، زیاته کړه: ((ما له ماشومتوب څخه ځینې حرکتونه ترسره کول او تل مې تلویزیون کې د سرکس پروګرام لیده، له تېرو شپږو کلونو راهیسې مې د ښوونیزسرکس له لوري زده کړه کړې او لېواله یم چې په راتلونکي کې یوه ښه او مشهوره هرمنده شم.))

نوموړې زیاته کړه چې ځینې سرکس بوختیا بولي، په داسې حال کې چې دا بوختیا نه، بلکې یو هنر دی چې د هنرمندانو له لوري نندارې ته وړاندې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.