ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې فلمي فيسټوال جوړ شو

په هرات کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې فلمي فيسټوال جوړ شو

author avatar
27 May 2013 - 13:47
په هرات کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې فلمي فيسټوال جوړ شو
author avatar
27 May 2013 - 13:47

هرات (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): په هرات کې د “زموږ ښار” په نوم د دېرشو هنري فلمونو په فيسټوال کې درېيو يې د غوره فلمونو جايزې واخيستې.

د هرات ښاروال محمدسليم تره کي پژواک اژانس ته وويل، دغه فيسټوال د ښاروالۍ په نوښت او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړ شوى و.

ښاروال زياتوي، چې هنري فلمونه ډېر اغېز لري او کولى شي عامو خلکو ته ښه لارښود شي د خپل ښار او چاپېريال په پاکوالي او ساتنه کې مرسته وکړي.

د دغو فلمونو يوه داور احمد نصيري وايي، چې فلم جوړوونکي د کامرې ستونزه لري، د دې ډول فلمونو جوړولو لپاره بايد د لوړ کيفيت کامرې وکارول شي.

د ده په خبره، که افغان فلم جوړوونکو ته اسانتياوې برابرې شي هم به فلمي هنر وده وکړي او هم به فلم جوړوونکي فني او تخنيکي روزنه ترلاسه کړي.

په دغه فيسټوال کې چشم ميکانيکي، نادم او در شعار نه در عمل په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلل.

په هرات کې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې د عامه پوهاوي د څانګې مشر رزاق پدرام وايي، چې تېر کال يې هم ورته فلمي فيسټوال جوړ کړى و، چې ښې پايلې يې لرلې.

نوموړى زياتوي، چې دا ډول لنډ فلمونه به خلک د ښار پاکوالي او چاپېريال ساتنې ته وهڅوي.

د چشم ميکانيکي فلم جوړوونکى امان الله نصرت، چې فلم يې لومړى مقام ګټلى وايي، چې له دې وروسته به د چاپېريال ساتنې په اړه پر نوې فلمي سوژه کار وکړي.

نصرت زياتوي، دا يې لومړى فلم دى، چې د ښاروالۍ له لوري زموږ ښار په نوم د جوړ شوي فيسټيوال لپاره يې چمتو کړى و.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.