ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشورتي لويه جرګه د لړم مياشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړېږي

19 Oct 2013 - 00:00
19 Oct 2013 - 00:00

کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٢): د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه به د لړم مياشتې په وروستۍ اونۍ کې ترسره شي، چې شاوخوا درې زره کسان به په کې ګډون وکړي.

د مشورتي لويې جرګې لپاره د چمتووالي کمېسيون غړو په خپلې لومړنۍ ناسته کې نعمت الله شهراني او سيد حامد ګيلاني د مرستيالانو او عبدالخالق حسيني د دغه کمېسيون د وياند په توګه وټاکل.

له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي، حضرت الله مجددي د مشورتي لويې جرګې لپاره د تياري کمېسيون د مشر په توګه ټاکلى و.

د مشورتي لويې جرګې لپاره د چمتووالي کمېسيون مشر حضرت صبغت الله مجددي، نن وويل، چې دوديزې لويې جرګې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه خپل وروستى تصميم اعلان کړى او دې ته اړتيا وه، چې د امنيتي تړون په اړه هم جرګه راوبلل شي.

دوديزه لويه جرګه، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر سر د بحث او په افغانستان کې د سولې ټينګښت د ميکانيزم په موخه د ١٣٩٠ لمريز کال د لړم مياشتې په ٢٥مه، تر سره شوې وه.

مجددي وايي: “که څه هم نه مې غوښتل، چې د جرګې رياست پر غاړه ولرم، خو مجبور کړى شوم، چې رياست زه پر مخ بوځم.”

د مشورتي لويې جرګې لپاره د چمتووالي کمېسيون د دارالانشاء مشر صادق مدبر، له يادې ناستې وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې کمېسيون په خپلې لومړنۍ ناسته کې د خپلو مرستيالانو او د ګډونوالو د شمېر او د لويې جرګې د تر سره کېدو اونۍ وټاکله.

هغه وويل، ټاکل شوې مشورتي لويه جرګه د روان کال د لړم مياشتې په وروستۍ اونۍ کې ترسره شي، چې پنځوس کمېټې لري او له ٤ څخه تر ٧ ورځو پورې به دوام ومومي.

ولسمشر کرزي تېره اونۍ اعلان کړى و، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون په موخه مشورتي لويه جرګه په کابل کې تر سره شي.

مدبر وويل، چې ياد کمېسيون داسې يوه کړنلاره ترتيب کړې، چې له مخې به يې خپل ټول کارونه پر مخ بوځي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version