کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د ايساف د يوه سرتېري په وژل کېدو سره، په روان زېږديز کال کې د دغو ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر ١٤٠ سرتېرو ته ورسېد.
د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېرى د هېواد په سوېل کې د ماين چاودنې له امله وژل شوى دى.
سرچينې د سرتېري هويت او د پېښې سيمه نه ده په ډاګه کړې، خو په سوېلي ولايتونو کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
له عرفې يوه ورځ وړاندې هم د ايساف ځواکونو يو سرتېرى، د يوه کس په وسله وال بريد کې، چې د ملي اردو جامې يې پر غاړه وې، په پکتيکا ولايت کې ووژل شو.
په هغه نوملړ کې، چې د بهرنيو ځواکونو په (اى کژوليټي) وېبپاڼه کې موجود دى، په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې تر دې مهاله د دوى ١٤٢ سرتېري په روان زېږديز کال کې وژل شوي دي.
د دغه نوملړ له مخې، په روانه مياشت کې دغه اتم سرتېرى دى، چې په افغانستان کې ژوند له لاسه ورکوي، خو دوى ته تر ټولو سخته مياشت د جون مياشت وه، چې ٢٧ سرتېري يې په کې وژل شوي وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن