کندوز (پژواک ٤ لړم ٩٢): پوليسو د کندوز ولايت د زرګرانو ټولنې د رييس زوى د برمته کوونکو له منګولو خوشى کړى او درې تنه يې نيولي دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال مصطفى محسني نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دغه هلک الهام نومېږي او او تېره ورځ د کندوز ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند ساحو کې تښتول شوى و.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه توانېدلي، چې د ١١ ساعتونو له تېرېدو وروسته تښتول شوى ماشوم، د خان اباد ولسوالۍ په يوه وران کور کې د تښتوونکو له بنده راخوشى کړي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې پوليسو درې کسه د دغه ماشوم د تښتونې په تور نيولي او هڅه کوي، چې اصلي عاملان يې هم ونيسي.
د دويم ټولګي زده کوونکى الهام په امنيه قوماندانۍ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو، هغه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((له کوره چې راووتم درې تنو پوز تړلي کسان راغلل او زه يې په سراچه موټر کې واچولم.))
دغه ماشوم وويل، چې تښتوونکو يې سترګې ور پټې کړې وې، نو ځکه نه پوهېده، چې چېرته ساتل کېږي، خو دى يې وهلى او ځورولى دى.
د کندوز د زرګرانو ټولنې رييس فقيرمحمد رستاقي د کندوز له پوليسو مننه وکړه او ويې ويل، چې له چا سره دښمني نه لري، تښتوونکو له ده سره اړيکه نه ده نيولې، خو ښايي چې موخه يې د پيسو ترلاسه کول وي.
د روان کال په زمري مياشت کې هم د دولت شاه په نوم يو سوداګر د تخار ولايت له اشکمش ولسوالۍ څخه وتښتول شو او بيا خان اباد ولسوالۍ ته وړل شوى و، چې وروسته بيا د پوليسو په دوو ورځنيو عملياتو کې را خوشى شو.
د کندوز سوداګرو له دې وړاندې هم خبر ورکړى و، چې د ناپېژانو وسله والو له خوا ګواښ کېږي، خو که دولت يې غم ونه خوري، نو دا کار به يې په سوداګريز معاملو منفي اغېز وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن