سرپل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۱): د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د سرپل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دینمحمد نظري نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو یو ۱۰ کلن ماشوم چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اړوندې سیمې څخه تښتول شوی و، خوشی کړی دی.
هغه وویل چې دغه ماشوم له پایدهک کلي څخه تښتول شوی و او تېره شپه ۹ بجې د یاد ولایت په مرکز رحمتاباد کلي کې موندل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې انسان تښتوونکي نیول شوي نه دي، خو د هغه په خبره چې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن