ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 Nov 2013 - 15:21
11 Nov 2013 - 15:21

محمودراقي (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې نهو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلخوا چاروکي وايي، چې د تګاب لپاره د طالبانو ولسوال له يو بل تن سره نيول شوى دى.

افغان امنيتي ځواکونو د کاپيسا په نا امنو ولسواليو (اله ساى او تګاب) کې له وړمې ورځې راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له خوا تګاب ته نومول شوى ولسوال مولوي عزت الله او د هغه د کاکا زوى او وسله وال طالب مولوي عنايت الله نيول شوي دي .

دى وايي، چې دغه دوه تنه له لنډې نښتې وروسته د تګاب په بدراب سيمه کې نيول شوي دي.

د هغه په وينا، په دې نښته کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

شمال وايي، چې په اله ساى کې د عملياتو له پيل څخه تر اوسه شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دى وايي، چې په اله ساى کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د هغه په وينا، نن سهار د دې ولسوالۍ په دلوالې سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شوي راکټ د لګېدو له امله يوه ښځه او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو د اله ساى د مرکز اوسېدونکى او د دې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر حاجي محمد عارف وايي، چې په دلوالې سيمه کې يوه ښځه او دوه سړي وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون شپږ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده وويل، چې څلور ټپيان د اله ساى په مرکز کې يوه کلينيک ته لېږدول شوي خو د دوو نورو درملنه په سيمه کې شوې، ځکه چې برسېرن ټپيان وو.

هغه وايي، چې دغه مرګ ژوبله د وسله والو او دولتي ځواکونو د نښتې پر مهال رامنځته شوې، خو دى نه پوهېږي چې مرګ ژوبله د کوم لوري د ډزو له امله اوښتې ده.

حاجي محمدعارف په سيمه کې د جګړې د درېدو او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتونکى شو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد، په کاپيسا کې د نښتو په اړه يواځې دومره ويلي، چې نن سهار د اله ساى د لکه خېلو په سيمه کې د طالبانو په بريد کې له امنيتي ځواکونو څلور تنه ټپيان شوي دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version