اسلام اباد (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د افغانستان د عالي شورا پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير ميا نوازشريف سره ليدلي دي.
د پاکستان د ملي تلويزيون د لړم په ٣٠مه راپور ورکړ، چې دغه ليدنه نن د لومړي وزير په دفتر کې ترسره شوه.
سرچينې زياته کړه، چې د افغان پلاوي مشري د سولې عالي شورا مشر صلاح الدين رباني کوله او له نواز شريف سره يې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
په راپور کې راغلي، چې د دې ليدنې پر مهال په بهرنيو چارو کې د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز او د لومړي وزير ځانګړى مرستيال طارق فاطمي هم شتون درلود.
د پاکستان لومړي وزير په ډاګه کړې چې هېواد يې يو با ثبات او پرمختللى افغانستان غواړي.
پرون پاکستانۍ سرچينو خبر ورکړى و، چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى د طالبانو له خوشي شوي مشر ملا برادر سره د ليدنې په موخه اسلام اباد ته راغلى دى.
تېره مياشت په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا د مشرانو تر منځ په ګډه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د سولې عالي شورا پلاوى به له ملا برادر سره د ليدنې لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.
ملا برادر درې کاله مخکې د امريکايي او پاکستاني ځواکونو له خوا په ګډه نيول شوی و او تر دريو کلونو بند وروسته د افغان حکومت تر ډېرو غوښتنو وروسته خوشى شو، خو تر اوسه نه ده معلومه چې هغه چېرته دی.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن