ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشورتي لويه جرګه پيل شوه

21 Nov 2013 - 10:26
21 Nov 2013 - 10:26

کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د مشورو په موخه په کابل کې مشورتي لويه جرګه پيل شوه.

دغه جرګه په داسې حال کې نن له غرمې په لسو بجو او ٢٥ دقيقو پيل شوه، چې په کابل ښار کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي ؛ له تېرو درېيو ورځو راهيسې په پلازمېنه کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې او ټاکل شوې چې دغه جرګه څلور ورځې دوام وکړي.

په دې جرګه کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مشران، مخکښې ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر او صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ کانديدان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي او د نورو بېلابېلو کټګوريو استازي برخه لري.

د يادې جرګې لويه کټګوري قومي مشران او مخور جوړوي، چې د هېواد له هر اداري واحد (ولسواليو او ناحيو) څخه يې په کې ګډون کړى دى.

د لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون د دارالانشاء مشر صادق مدبر د غونډې په پيل کې وويل، چې د جرګې پر ٢٥٠٠ غړو سربېره ٥٠٠ تنه بهرني او کورني مېلمانه هم په دې جرګه کې برخه لري.

هغه وويل، چې د جرګې غړي په ٥٠ کاري کمېټو وېشل شوي دي.

دى وايي، چې نن له غرمې مخکې به له افتتاحيه ويناوو څخه وروسته د جرګې اداري پلاوى وټاکل شي، سبا او بله ورځ به کمېټې کار وکړي او څلورمه ورځ به هره کمېټه خپلې طرحې وړاندې کړي او له مخې به يې جرګه پرېکړه ليک صادر کړي.

هغه وويل، چې په دې جرګه کې به يواځې له امريکا سره پر امنيتي سند خبرې کېږي.

جرګه په داسې حال کې پيل شوه، چې ځينو کسانو ناقانونه بللې او ويلي يې دي، چې دغه جرګه په اساسي قانون کې له تعريف شوې جرګې سره توپير لري خو د افغانستان حکومت وايي، چې دغه جرګه د اساسي قانون له ٦٥مې مادې سره سمه جوړه شوې او ولسمشر حق لري، چې په مهمو ملي مسايلو کې له ملت سره مشوره وکړي.

د اساسي قانون په پنځه شپېتمه ماده کې راغلي، جمهور رييس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چارو كې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي.

ياده ماده زياتوي، چې ټولپوښتنه بايد د دغه اساسي قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي.))

 افغانستان او امريکا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د امنيتي سند د لاسليک په اړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون څرنګوالى ښيي، خبرې کړې دي.

 په دې وروستيو کې دواړه هېوادونه حکومتونه د ياد هوکړه ليک د موادو په اړه توافق ته رسېدلي خو افغان حکومت غواړي، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د قضايي صلاحيت په اړه جنجالي پرېکړه د خلکو استازو او مشورتي لويې جرګې ته وړاندې کړي.

 په تېرو دوولسو کلونو کې درې نورې جرګې هم په کابل کې ترسره شوې، چې د اساسي قانون لويه جرګه، د سولې مشورتي لويه جرګه او عنعنوي لويه جرګه يې مهمې دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version