ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مشورتي لويه جرګه کې نن په امنيتي تړون بحث کېږي

22 Nov 2013 - 11:13
22 Nov 2013 - 11:13

کابل(پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٢):د مشورتي لويې جرګې دويمه ورځ نن سهار پيل شوه او  اړوندې ټاکل شوې کمېټې د افغانستان او امريکا تر منځ په امنيتي تړون بحث کوي.

په دې جرګې کې د بېلابېلو کټګوريو خلک لکه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مخور، ښځې، د مدني ټولني غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر، صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ کانديدان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي برخه لري.

په مشورتي جرګه کې پر ٢٥٠٠ تنو کډونوالو سربېره ٥٠٠ کورني او بهرني مېلمانه هم برخه لري.

 ددې جرګه د کډونوالو يوه زياته برخه له قومي مخورو او مشرانو څخه جوړه شوې، چې دهېواد له هر اداري واحد( ولسوالۍ او ناحيې) څخه په دې جرګه کې ګډون لري او شمېره يې تر ٥٣٢کسانو پورې رسېږي.

د پژواک  خبري اژانس خبريال د جرګې له سيمې د تياريو کمېسيون د  چارواکو له قوله راپور ورکوي، چې د جرګې غړي په ٥٠ کاري کمېټو کې تنظيم شوي دي.

د لويې جرګې د چمتووالي کمېسيون د دارالانشاء رييس صادق مدبر وويل، چې د امنيتي تړون متن،د لويې جرګې غړو ته ورکړل شوى ، دا کمېټې به نن او سبا ورځ په تړون کار وکړي او په څلورمه ورځ به خپلې طرحې وړاندې کړي، چې له مخې به يې د جرګې تصميم ونيول شي.

د امنيتي تړون متن په  ٢٢پاڼو کې ٢٦ مادې لري، چې په جرګه کې يواځې په همدې اړه خبرې کېږي.

 تېره ورځ اداري پلاوى هم  وټاکل شو او حضرت صبغت الله مجددي يې ددې جرګې د رييس په توګه انتخاب کړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جرګې په لومړۍ ورځ په خپله پرانېستونکې وينا کې له امريکا سره امنيتي تړون د خلکو او هېواد په ګټه وباله، خو ويې ويل چې که امنيتي تړون د لويې جرګې له خوا تاييد او ملي شورا  يې تصويب هم کړي، نو د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به يې لاسليک کړي.

 ده د جرګې له غړو وغوښتل، چې ددې سند منځپانګه په ډېر غور سره وګوري او په بشپړه ازادۍ رايه ورکړي.

په تېرو ١٢ کلونو کې درې نورې لويې جرګې هم په کابل کې جوړې شوې، چې د اساسي قانون لويه جرګې، د سولې مشورتي لويې جرګې او دوديزې لويې جرګې څخه عبارت دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version