ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د لويې مشورتي جرګې پرېکړې وغندلې

طالبانو د لويې مشورتي جرګې پرېکړې وغندلې

author avatar
25 Nov 2013 - 11:48
طالبانو د لويې مشورتي جرګې پرېکړې وغندلې
author avatar
25 Nov 2013 - 11:48

کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): وسله والو طالبانو له امريکا سره د امنيتي سند په اړه د لويې مشورتي جرګې پرېکړې غندلې او دا جرګه يې فرمايشي بللې ده.

مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا د متحدو ايالتونو تر منځ د امنيتي تړون پر مسودې د بحث په موخه د لړم په دېرشمه په کابل کې جوړه شوې وه او پرون د يوه پرېکړه ليک په صادرلو سره پاى ته ورسېده.

د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون په اړه راغوښتل شوې لويې مشورتي جرګې پرون له يو لړ وړانديزونه سره د دغه تړون متن تاييد او وړانديز يې وکړ، چې په افغانستان کې جرم کوونکي امريکايي پوځيان دې د امکان تر بريده د امريکايي محاکمو له خوا په افغانستان کې محاکمه شي.

په دې جرګه کې ۲۵۰۰ کسانو برخه اخيستې وه.

د يوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ مخکې هم ويلي وو، په کابل کې جوړه شوې فرمايشي جرګه د امريکايي ګټو د تحقق لپاره رابلل شوې، ټول په کې دولتي کسانو برخه اخيستې وه چې د پرېکړو ازادي يې نه لرله.))

دوى ادعا کړې، چې د جرګې ګډونوال او حکومت دغه کار د خپلو شخصي ګټو لپاره ترسره کړى نه د ملي ګټو په موخه.

 خو د مشورتي لويې جرګې د تياريو کمېسيون په وينا، چې په دې جرګه کې د بېلابېلو قشرونو، چې په کې د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مخور، ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلوينو استازي، سوداګر، صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ نوماندان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي ګډون کړى و.

طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې د يادې جرګې پرېکړې پر کلکو ټکو غندلې او زياته کړې يې ده چې دا ډول جرګې او پرېکړې بې ګټې دي.

خو دلويې جرګې د تياري کميسيون وايي چې په دې جرګه کې يې له ټول افغانستان څخه د خلکو استازو ګډون کړي وو او پخپلو پرېکړو کې خپلواک وو.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.