ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه طالب چارواکي ووژل شول

29 Nov 2013 - 15:34
29 Nov 2013 - 15:34

هرات (پژواک ٨ ليندۍ ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې په هرات کې يې د يو لړ عملياتو پر مهال د شينډنډ لپاره د طالبانو ولسوال او د ادرسکن لپاره د طالبانو د مرستيال ولسوال په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په لوېديځ زون کې د ملي اردو د کومانډو کنډک د قوماندانۍ وياند مهدي قادري د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شينډنډ لپاره د طالبانو ولسوال او د ادرسکن لپاره د هغوى مرستيال ولسوال تېره شپه د يو لړ چاڼيزو عملياتو پر مهال له شپږو نورو وسله والو سره يو ځاى وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

د قادري په وينا، دغه چاڼيز عمليات يې وروسته له هغه پيل کړل، چې د ادرسکن ولسوالۍ اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين د ملي اردو پر موټر وچاودېد او دوه سرتېري په کې ټپيان شول.
هغه وويل، چې يادو عملياتو د تېرې شپې تر ناوخته دوام درلوم او په پايله کې يې ياد دوه طالب چارواکي له خپلو شپږو وسله والو سره ووژل شول.
د قادري په خبره، چې په دې پېښو کې ملکي وګړو ته زيانه نه دى اوښتى.

دغه راز د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی هم د يادو عملياتو او د شينډنډ د ولسوال ملا حيدراو ادرسکن د مرستيال ولسوال ملا اسمعيل د وژل کېدو پخلى کوي.

 

 

 

د يو بل خبر له مخې، په شينډنډ کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ وياند وايي، چې په يو لړ نورو عملياتو کې يو وسله وال وژل شوى، څلور ټپيان او درې نور نيول شوي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، چې عمليات يې تېره ورځ د طالبانو پر يوه پټنځاى ترسره کړي دي.

 

د هغه په وينا، چې يوه وسله وال په خپله ځان وژلى، يو ټپي دى او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

خو په هرات کې د ولايتي شورا يوه غړي تورمحمد ظريفي پر حکومت د نيوکې په ترڅ کې وويل، چې عمليات د يوې حکومت پلوه شخصي امنيتي کمپنۍ د مسوول پر کور شوي دي.

 

ظريفي تور پورې کړ، چې د عبدالخالق په نوم د شخصي امنيتي کمپنۍ د مشر پر کور دغه عمليات شوي، د هغه دوه وروڼه ټپيان او يو بل يې له ځان سره وړی دی.

د ولايتي شورا ياد غړي چې خپله هم د شيندنډ استوګن دى، هيله وکړه چه دغه کسان دې ژر خوشي کړی شي او له دې وروسته دې د دې ډول عملياتو مخنيوى وشي.

 

وسله والو لا تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version