ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان چنارتو کې د هوايي برید له امله د امنیتي سرتېرو وژل کېدل  رد شول

د اروزګان چنارتو کې د هوايي برید له امله د امنیتي سرتېرو وژل کېدل رد شول

author avatar
8 Dec 2018 - 14:28
د اروزګان چنارتو کې د هوايي برید له امله د امنیتي سرتېرو وژل کېدل  رد شول
author avatar
8 Dec 2018 - 14:28

کندهار (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۷): که څه هم تېره ورځ د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوال ادعا کړې وه چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې لس  امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومانداني دغه ادعا ردوي.

 

د چنار تو ولسوال فیض محمد پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې یو لړ تحرکات پیل کړي وو چې په دې لړ کې یې تېره ورځ د ولسوالۍ د امنیتي کمر بند پر پوستو برید وکړ.

د ده په خبره، د دواړو لورو تر منځ په څو ساعته جګړه کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو تر څنګ ۳ امنیتي سرتېري چې یو د ملي اردو د عقاب ټولي او دوه د پولیسو اړوند وو، ووژل شول او د وسله والو برید په شا وتمبول شو.

دی وايي، پر همدې مهال سیمې ته د مرستې په موخه د بهرنیو هوايي ځواک ورسېد خو د دې پر ځای چې وسله وال په نښه کړي، سهواً یې امنیتي ځواکونه په داسې حال کې په نښه کړي چې کمربندي پوستو ته یې په لاسي کراچیو کې اکمالات کول.

ولسوال وویل، د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې  څلور سرتېري چې دوه د ملي اردو د عقاب ټولي او دوه د پولیسو اړوند وو، وژل شوي او شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

 

خو په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند د چنارتو د ولسوال دغه ادعا ردوي او وايي چې هوايي ځواک دقیق هدفونه په نښه کړي او وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د قول اردو وياند ډګرمن یحی علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوال له ادعا وروسته د ملي اردو یوه پلاوي په چنارتو ولسوالۍ کې دغه موضوع وڅېړله، هلته امنیتي ځواکونو ته له وسله والو سره په مخامخ جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې، نه د هوايي برید له امله.

دی زیاتوي، هوايي ځواکونو ته دقیق کوردینات ورکړل شوي وو او هغوی هغه سیمې په نښه کړي چې وسله والو په کې جګړه کوله.

د نوموړي په وینا، د همدې هوايي برید په پایله کې  اته  وسله وال وژل شوي، څلور ټپيان شوي او د هغوی ۲ عرادې موټر ویجاړ شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.