ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن هیله څرګنده کړه چې امنیتي تړون په خپل وخت لاسلیک شي

3 Dec 2013 - 18:50
3 Dec 2013 - 18:50

بروکسل ( پژواک ۱۲ لیندۍ ۹۲ ) : د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن هیله مندي څرګنده کړه، چې د  کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون په خپل وخت سره لاسلیک شي.

راسموسن دغه څرګندونې د لیندۍ په ۱۲مه، د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ددوه ورخنۍ غونډې د پیل پر مهال په یوه خبري غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د ناټو اړوندو موضوعاتو ترڅنګ دافغانستان په اړه د ناټو او ایساف غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران خبرې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد مقبل او د کورنیو چارو و زیر عمر داوودزی هم  په دې غونډه کې ګډون کوي.

د ناټو سرمنشي په یاده خبري غونډه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې له خوا دامنیتي سند په اړه د تایید او وړاندیزونو هرکلی وکړ.

هغه زیاته کړه : (( زه هیله مند یم چې دغه تړون په خپل ټاکلي وخت سره لاسلیک شي.))

مشورتي لويې جرګې تيره اونۍ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کيدو، د خلکو پر کورونو د عملياتو د بندېدو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

د ناټو سرمنشي راسموسن په یاده خبري غونډه کې وویل ، چې دغه سازمان له افغان حکومت سره له  نږدې کار کوي، څو تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو ناټو ځواکونو لپاره قانوني چوکاټ ترلاسه کړي.

ناټو پریکړه کړې ، چې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوی ماموریت تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پیل کړي.

خو دناټو سرمنشي پرون ویلي وو، که چیرې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي سند لاسلیک نه شي، ددوی نوی ماموریت هم نه شی پیلیدی.

نوموړي نن یو ځل بیا خپلې دغه څرګندونې تکرار کړې او زیاته یې کړه، که امنیتي سند لاسلیک نشي، د ددوی د همکارۍ نوی ماموریت به له ګواښ سره مخ شي.

 د هغه په وینا، که تړون لاسليک شي، نو ناټو به خپلې ټولې ژمنې پوره کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version