کابل (پژواک ١٨ تله ٩١): د ناټو سازمان سرمنشي وايي، چې د افغانستان دښمنان غواړي د دوى د پرمختګ مخه ونيسي، خو دوى به ورته د دغه کار اجازه ورنه کړي.
د ناټو سرمنشي انډرس فوګ راسموسن دغه څرګندونې نن (د تلې ١٨مه) د بلجيم په بروکسل ښار کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د دغه سازمان د دفاع وزيرانو دوې ورځنۍ غونډې ته په خپلې پرانيستونکې وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن او سبا ترسره کېږي، په افغانستان او کوسووا کې د ناټو د ماموريت د پرمختګ په اړه بحث کېږي.
دغه راز نوموړي وويل، چې په دې غونډه کې به د ناټو د دفاعي وړتياوو د زياتولو او پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشي.
خو د ناټو سرمنشي راسموسن وويل، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به افغانستان د دوى د اجنډا په سر کې وي.
هغه زياته کړه: ((په افغانستان کې موږ له ننګونو سره مخ ماموريت لرو، څو مياشتې کېږي چې له ډېرو ننګونو سره مخ يو، د افغانستان دښمنان غواړي چې په دغه هېواد کې زموږ لاسته راوړنې او شوي پرمختګونه کمزوري کړي، خو موږ به ورته د دې اجازه ورنه کړو.))
راسموسن وايي، چې دوى په افغانستان کې د خپلو موخو رسېدو او د ستراتيژۍ ترسره کولو ته ژمن دي.
نوموړي وويل: ((موږ دې ته هم ژمن يو، چې په ٢٠١٤ کال کې د ايساف اوسنى ماموريت پاى ته ورسوو او له دغه کال وروسته خپل د روزنې او مشورو نوى ماموريت پيل کړو.))
د هغه په وينا، د افغانستان په اړه د ناټو موخې، مهالوېش او ستراتيژي په هماغه ډول پاتې ده، چې پخوا جوړ شوې او هېڅ بدلون به په کې را نه شي.
راسموسن هيله څرګنده کړه، چې د ناټو د دفاع وزيران به سبا د غونډې په دويمه ورځ د ايساف د نوي ماموريت لپاره له جوړ شوي کاري چوکاټ څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړي.
د يادونې ده، چې د روان زېږديز کال د اپرېل په مياشت کې هم د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو ګډه غونډه په بروکسل کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د شيکاګو غونډې د اجنډا او افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې په اړه ځانګړې خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن