ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شمال زون کې بچه بازي مخ په ډېرېدو ده

3 Dec 2013 - 15:31
3 Dec 2013 - 15:31

مزارشريف (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٢): د  شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې اوس هم د دغه زون په څلورو ولايتونو کې د بې کارۍ، د ولور د لوړوالي او شخصي وسله والو ګروپونو د شتون له امله” بچه بازي” شتون لري.

دوی وايي، چې په همدې موخه يې په دغه زون کې د “بچه بازۍ” د مخنيوي په موخه هڅې روانې کړې دي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۱۲مه د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا د “بچه بازي” د مخينوي په موخه غونډه وشوه، چې د ولسواليو قومي مشرانو، دولتي چارواکو او د مدني ټولنو غړو په کې برخه اخيستې وه.

د شمال زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر قاضي سيدمحمد سامع وويل، د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون پتېيلې، چې په ټول هېواد کې د “بچه بازي” په اړه څېړنه پيل کړي او د دغه ناوړه عمل د مخنيوي لپاره د مبارزې څرنګوالی په ګوته کړي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی په پيل کې د کليو د قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو، د ولايتي شوراګانو، دولتي چارواکو او د پوهنتون له استادانو سره څېړنيز بحثونه کوي، څو په هېواد کې د ” بچه بازي” تاريخچه او ستر لاملونه معلوم کړي او د مبارزې لپاره يې غوره لاره وټاکي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر سيداحمد ضياء لنګري، چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، وويل، چې د “بچه بازۍ” په اړه د دوی دغه څېړنيزه سروې به په ټول افغانستان کې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې په باميانو او دايکنډي ولايتونه کې ترسره کړې او ښه پايله يې ورکړې ده.

د هغه په وينا، اوسمهال دوی د شمال زون په څلورو ولايتونو(بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب) کې د “بچه بازي” په اړه د څېړنې په درشل کې دي.

لنګري وويل، چې لا هم په دغو ولايتونو کې د بېلابېلو لاملونو له امله بچه بازي شتون لري.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو ولايتونو کې د شخصي وسله والو ګروپونو د شتون، بې کاري، ناپوهي او د ولور د لوړوالي له امله لا هم له ماشومانو څخه د “بچه بازي”  لپاره ناړه ګټه اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، دمګړۍ دوی له عامو خلکو څخه د “بچه بازۍ” په اړه د معلوماتو په راټولو بوخت دي.

لنګري وويل، چې د “بچه بازي” په اړه د کېدونکې څېړنې په اوږدو کې چې د دغه ناوړه عمل عاملين په ډاګه شي، عدلي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.

د بلخ دولتي مسوولين که څه هم د “بچه بازي” د مخينوي په موخه د بشري حقونو د کمېسيون هڅې ستايي؛ خو زياتوي، چې په بلخ ولايت کې ” بچه بازي” شتون نه لري..

د دغه ولايت د مقام د تخنيکي سکتور مسوول ذبيح الله اختري وويل، چې دوی له تېرو څو کلونو په دغه ولايت کې د ” بچه بازۍ” په اړه هېڅ پېښه نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد ولايت په اړوند سيمو کې شخصي وسله وال ګروپونه هم نشته.

د هغه په وينا دغه ډول پېښې د دغه ولايت د امنيتي مسوولينو له خوا په جدي توګه څارل کېږي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version