ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندوانو او سکانو ته د څوکۍ د ورکړې په اړه د ولسمشر فرمان رد شو

14 Dec 2013 - 13:49
14 Dec 2013 - 13:49

کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٢): ولسي جرګې د ولسمشر هغه فرمان رد کړ، چې له مخې يې په دې جرګه کې هندوانو او سکانو ته يوه څوکۍ ورکړل شوې وه.

ولسمشر حامد کرزي د وږې په ١٣مه د ملي شورا د رخصتۍ پر مهال يو تقنيني فرمان صادر کړ، چې له مخې يې په ولسي جرګه کې هندوانو او سکانو ته يوه څوکۍ ورکړل شوې وه.

د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده کې راغلي، چې حکومت کولاى شي د ولسي جرګې د رخصتۍ په وخت کې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب کړي.

تقنيني فرمانونه بايد د ولسي جرګې د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو کې ملي شورا ته وړاندې شي او که د دې شورا له خوا رد شي، اعتبار نه لري.

دولسي جرګې د تقنين کمېسيون له لوري د ولسمشر حامد کرزي ياد فرمان نن عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شو.

د ياد کمېسيون مشر نذيراحمدحنفي وويل، چې په ګډ کمېسيون او د جرګې په بېلابېلو کمېسيونونو کې پر ياد فرمان بحثونه شوي دي.

هغه وويل، چې د ولسي جرګې له اتلسو دايمي کمېسيونونو څخه ١٣ يې د دغه فرمان په اړه خپل نظرونه د تقنين کمېسيون ته وړاندې کړي دي.

هغه وايي، چې له دغو ١٣ کمېسيونونو د روغتيا له کمېسيون پرته نورو ټولو کمېسيونونو د ياد فرمان د رد لپاره خپل نظر وړاندې کړى دى.

حنفي زياته کړه، چې ياد شوى فرمان د اساسي قانون له ٢٢ مې او ٨٣ مې مادې سره هم په ټکر کې دى.

 د اساسي قانون په ٢٢مه ماده کې راغلي چې د افغانستان د اتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري.

 دغه راز د دغه قانون په ٨٣ مه ماده کې راغلي، چې د ولسي جرګې غړي د خلكو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاکنو له لارې انتخابېږي.

حنفي وايي، چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون هم د يادو مادو پر بنسټ ويلي، چې دغه فرمان له اساسي قانون سره په ټکر کې دى.

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ويل، چې اهل هنود او سکان دې هم ځانونه ټاکنو ته کانديد کړي او د نورو په څېر دې د رايو ترلاسه کولو له لارې د جرګې غړيتوب ترلاسه کړي.

دوى ټينګار کاوه، چې په هېڅ ډول بايد چا ته د اساسي قانون خلاف امتياز ورنه کړل شي.

خو د ولسي جرګې د روغتيا کمېسيون مشر نقيب الله فايق وويل، چې هندوانو او سکانو ته دې يوه څوکۍ ورکړل شي.

ده زياته کړه: ((که موږ دا کار ونه کړو نو اقليتونه به په خپل عمر کې هم ونه شي کولاى چې خپلو ارمانونو ته ورسېږي.))

په ياده جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست هم ټينګار کوي، چې هندوانو او سکانو ته بايد يوه څوکۍ ورکړل شي.

هغه زياته کړه: ((د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي صاحب ته موږ ځکه د رياست څوکۍ ورکړه، چې ازبک دى، کرزى ځکه رييس جمهور شو، چې پښتون دى، فهيم ځکه د ولسمشر مرستيال شو، چې تاجک دى او خليلي ځکه معاون شو، چې هزاره دى، که يوه ته امتياز ورکولاى شو، ټولو ته بايد امتياز ورکړو، دوه ګونى چلند بايد ونه شي.))

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې له حاضرو ١٣٠تنو څخه د ولسمشر د ياد فرمان د رد لپاره ٧٣ تنو سره کارتونه پورته کړل او په دې توګه هندوانو او سکانو ونه شو کولاى، چې د ولسي جرګې يوه څوکۍ ځان ته ځانګړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د زمري مياشتې په نهمه د اهل هنودو او سيکانو شورا ګواښ کړى و، چې که په ولسي جرګه کې څوکۍ ورنه کړل شي، نو افغانستان به پرېږدي.

دې شورا د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي وو، چې د ټاکنو د قانون په مسوده کې اهل هنودو او سيکانو ته په ولسي جرګه کې يوه څوکۍ په نظر کې نيول شوې وه، خو د مشرانو او ولسي جرګې ګډ پلاوي د مسودې دغه ماده لرې کړه.

د ټاکنو قانون د ملي شورا له تاييد او تصويب وروسته، د روان کال د چنګاښ په ٢٩مه د ولسمشر له خوا توشېح شو.

دا مهال په ولسي جرګه کې هندو او سيک نشته، خو په مشرانو جرګه کې انارکلي هنريار د هندوانو او سيکانو استازيتوب کوي او هغه هم انتصابي ده.

د هنريار د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغان هندوانواو سکانو شمېر شاوخوا ٧٠٠٠ تنو ته رسي، او له دې ډلې يې شاوخوا ٥٠٠٠ په افغانستان کې ژوند کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version